BBC
 شاته

د مینانو پر ورځ د سلګونه زره پونډو درغلي خبرداری

د انځور حقوق Hampshire Constabulary

یوه ښځه چې پخوا د پیسو سپینولو په تور محکومه شوې وه، تر انلاین عاشقانه فریب خوړلو وروسته یې ددغه ډول درغلیو د خطرونو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

بریتانیا کې د هامپشایر ښاري ساتونکو د مینانو ورځې پوهاوي کمپاین په توګه د یوې ښځې د کیسې ویډیو خپره کړې ده.

دغې ښځې چې په ویډیو کې په مستعار نوم "جېني" یادېږي، ۲۰ زره پونډه له لاسه ورکړي او د څه د پاسه ۲۰۰ زرو پونډو د سپینولو تعلیقي زندان حکم یې ترلاسه کړی دی.

پولیس وایي؛ عاشقانه فریبونه د "احساساتو له پلوه ویجاړوونکي دي".

د مینانو د بخت کونجي

سریلانکا د مینانو پارک جوړوي

دغه ښځه په ویډیو کې تشرېح کوي چې تر ډېرو کلونو مجرده پاتې کېدو وروسته یې څنګه د عاشقانه ملاقاتونو کارولو وېبسایټ ته مخه کړه.

هغې له یوه "زړه سوي لرونکي او محتاط" سړي سره خبرې پیل کړې چې پر وبسایټ یې یو انځور خپور کړی و او ویل یې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې سلاکار دی.

"د خبرو پیل په لومړیو کې هغه ماته ویل چې څومره راسره مینه لري، څومره غواړي چې له ما سره واوسي، ګومان کوم داسې حالت ته رسېدلی وم چې هغه ویل ما یې پر هرڅه باور کاوه."

'د مینې تلوسه'

جېنې وایي؛ دوی هېڅکله سره ونه لیدل او د وېب کامرې له لارې د اړیکې هڅه یې هم ناکامه شوه.

هغې وویل؛ د پیسو لېږلو غوښتنه ورو ورو پیل شوه او سړي ویل چې په لرې ختیځ کې پر سوداګرۍ بوخت دی او نورو پیسو ته اړتیا لري.

څلور میاشتې وروسته، جینې خپل ۲۰ زره پونډه ورکړي وو. هغې وروسته غوښتل چې ۲۲۸ زره پونډه سپین کړي چې هغه ورته وویل یو نوی بانکي اکاونټ پرانیزي جې له نورو حسابونو ورته پیسې ولېږدوي.

بالاخره هغه د پیسو سپینولو له امله په تعلیقي زندان محکومه شوه.

په ویډیو کې وایي "ما هېڅکله داسې فکر نه کاوه چې ساده یم؛ ما داسې نه ګڼله چې داسې کوم څه دي کله هم راپېښ شي - خو دا پر هرچا راتلای شي."

فریبکار تراوسه پېژندل شوی یا نیول شوی نه دی.

د عکسونو البوم: د والینټاین ورځ په طبعي دنیا کې

دوه مینان، چې اووه کاله د یوځای کېدو هڅې کوي

د جرمونو مخنیوي سلاکاره سارا کوهن وایي؛ دا ویډیو به د "بې رحمه تاکتیکونو" په اړه د خلکو پوهاوی ډېر کړي چې له لارې یې د عاشقانه ملاقات وېبسایټونو کاروونکي په نښه کېږي.

"د انلاین عاشقانه ملاقاتونو پایلې کولی شي احساسات ویجاړ کړي، ځکه چې مجرمین د قربانیانو د زړه عمده غوښتنې او د مینې تلوسې ښکار کوي."

د انلاین خوندیتوب مشورې

د انځور حقوق Thinkstock
  • کوم جنایتکاران چې د عاشقانه فریب دام ږدي په خپلو اکاونټونو کې د شتمنیو او د ژوند حالت په اړه معلومات خپروي چې قربانیان یې له لارې تېر باسي.
  • پولیس کولی شي پلټنې وکړي او په دې برخه کې مرسته وکړي، خو ډېر کله دا نشي کولی چې د خلکو پیسې بېرته ورولېږدوي.
  • دا د فریبکارانو لپاره ډېره اسانه ده چې خپل څرکونه د آی پي ادرسونو جوړولو له لارې پټ کړي او ناثبت سیمکارتونه وکاروي.
  • هېڅکله داسې چاته انلاین پیسې مه استوئ چې تاسو ورسره نه وي کتلي.
  • د خپلو هغو معلوماتو خپرولو په اړه دوه ځله فکر وکړئ چې کېدای شي ستاسو پرضد وکارول شي.

سرچینه: اکشن فراوډ