ثنا میر له نړیوال کپ وروسته د کپتانۍ پرېښودو هوډ کړی
د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې کپتانې ثنا میر ویلي، راتلونکی کال به د کریکټ نړیوالو سیالیو کې د هغې د کپتانۍ وروستی کال وي.
په ۲۰۱۷ کې د کوالیفاینګ سیالیو لپاره کولمبو کې ثنا میر بي بي سي ته وول، د یو ورځنیو لوبو کریکټ سیالیو کې ما پرېکړه وکړه چې دا به مې وروستۍ لوبه وي، خو د کپتانې په توګه به دا زما وروستۍ سیالي وي.
د سري لانکا کولمبو کې نړیوال کپ کوالیفایینګ راونډ سیالیو کې د ثنا میر په کپتانۍ سره د پاکستان ښځینه کریکټ لوبډلې سکاټلنډ لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.
د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې، ثنا میر د ښځینه کریکټ نړوال کپ کوالیفایر سیالیو کې۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې، چې د پاکستان د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه ورکړل شوه.
د پاکستان سوپر ليګ دوه نور افغان لوبغاړي هم لوبو ته وروبلل
کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې دوبۍ کې پیل شوې
ثنا میر د ۱۹۸۶ کال د جنورۍ پر ۵مه زیږېدلی، چې د ټي ۲۰ سیالیو کې د یوې ورځنیو لوبو کپتانه وه.
هغې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د اسیان لوبو کې د پاکستان لوبډله دوه ځلې تر طلايي مډالونو اخیستو ورسوله.
د ثنا میر مور او پلار کشمیریان دي چې د ابټ اباد هزاره سیمه کې زیږېدلې. لسانس یې سرشمېرنه او اقتصاد کې کړی.
نوموړې د ۲۰۰۹ کال د مې پر ۴مه، د ښځینه نړیوالو ټي ۲۰ لوبو لپاره کپتانه وټاکل شوه، چې وړاندې مرستیاله کپتانه وه.