شاته

اردوغان په ناټو کې د سویډن غړیتوب پر انقرې د ایف-۱۶جټ الوتکو پیرودلو پورې مشروط کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ، ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷مه) وویل، چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب له غوښتنې څخه پدې شرط ملاتړ وکړي، چې د امریکا کانګرس د انقرې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د پیرودلو غوښتنه ومني.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، فنلنډ او سویډن د پوځي ناپیلتوب تګلاره پرېښوده او د شمالي اټلانټیک تړون‌ (ناټو) د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

پدې لړ کې فنلنډ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه نېټه د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ او پدې توګه د دغه پوځي تړون ۳۱ غړی شو، خو سویډن تر اوسه د ترکیې د مخالفت له امله چې د ناټو غړی دی، په دې تړون کې شامل شوی نه دی.

تر دې مخکې، ترکیې په سویډن تور لګولی و چې سخت دريځو ته پناه ورکوي چې د انقرې له خوا ترهګر ګڼل کیږي. اردوغان د روان کال د جولای په میاشت کې د سویډن د غړیتوب په اړه خپل نیوکې وروسته له هغه بیرته واخیستل، چې سویډن د کردستان د کارګر ګوند اورپکو د ځپلو په موخه اقدامات وکړل. خو د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې تېره میاشت په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه رایه اچونه وځنډوله، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له سختو نیوکو سره مخ شوه.

اردوغان د جمعې په ورځ وویل، چې د ترکیې پارلمان یواځې هغه وخت په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه لاس په کار شي، چې د امریکا کانګرس د لسګونو ایف-۱۶جنګي جټ الوتکو او د هغه اضافي پرزو د پیرودلو په موخه د ترکیې غوښتنه تصویب کړي.

اردوغان امریکا ته په اشارې سره خبریالانو ته وویل: "تاسو وایئ چې د کانګرس له خوا د ایف-۱۶ الوتکو د پلور له تصویب وروسته به اقدام وکړئ، خو زه هم پارلمان لرم."

هغه زیاته کړه: "که موږ په ناټو کې دوه متحد هیوادونه یوو، نو تاسو کولی شئ په ګډه خپله ونډه ترسره کړئ. زموږ پارلمان به هم خپله ونډه بیا ترسره کړي."

ترکیې له روسیې څخه د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم د اخیستلو پر سر له ناټو او په ځانګړې توګه له امریکا سره مخالفت لري، له همدې امله امریکا د ترکیې د دفاعي صنایعو پر ادارې بندیزونه ولګول او همدارنګه یې په ۲۰۱۹ کال کې د دې سیسټم د اخیستلو په غبرګون کې پر دغه هېواد امریکايي ایف -۳۵ الوتکې پلورل وځنډول.

متحده ایالات وايي چې د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم ، ایف-۳۵ جنګي جټ الوتکو او د ناټو پراخو دفاعي سیسټمونو ته ګواښ دی او کولی شي له روسیې سره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او د لویدیځ جنګي الوتکې په نښه کولو کې مرسته وکړي، هغه ادعا چې ترکیې تل رد کړې ده.

خو د امریکا له خبرداریو سره سره، ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې له روسیې سره د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

ددې سره سره د ولسمشر جو بایډن ادارې په پرله پسې توګه ژمنه کړې چې د شلو میلیارډو ډالرو په ارزښت به د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو پلور سره موافقه وکړي،‌ خو د دې تصویب د امریکا د کانګرس د مشرانو له مقاومت سره مخ شو، کوم چې د ترکیې د بشري حقونو څخه د سرغړونو د او د یونان سره د تیرو شخړو په اړه اندیښنمن دي.

له بلې خوا د غزې په جګړه کې له اسرائیل څخه د واشنګټن ملاتړ په موخه د ترکیې غوسه دا موضوع نوره هم پیچلې کړې ده.

اردوغان وویل، چې هغه په نږدې راتلونکې کې له ولسمشر جوبایډن د لیدو کتو تمه نلري.

هغه زیاته کړه: "له ولسمشر بایډن سره لیدنه زموږ د کاري اجنډا په سر کې ځای نلري. د غزې په اړه د هغوی دریځ تاسو ټولو ته څرګند دی. که چیرې نوموړی ږموږ سره اړیکه ونیسي، نو موږ به ورسره ووینو او د اړینو موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې وکړو ".

د دې لپاره چې یو نوی هیواد د شمالي اټلانټیک تړون‌( ناټو) غړیتوب ترلاسه کړي، اړینه ده چې ددغه پوځي تړون ټول غړي ورسره موافقه وکړي.

هنګري، چې د ناټو غړی دی، تر اوسه په دې تړون کې د سویډن ګډون نه دی تائید کړی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه