شاته

پاکستان وايي ۴۵۰زره بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې وویل چې نژدې ۴۵۰زره بې اسناده افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ستانه شوي دي.

اسلام اباد دوې میاشتې مخکې اعلان وکړ چې هغه افغانان به شړي چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نلري. اصف درانی داسې مهال دا خبره کوي چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه ستنېدونکي افغانان له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي او بحران وار دمخه افغانستان ځپلی دی.

پاکستاني چارواکي‌ وايي چې دوی به ۱.۷ میلیون بې اسناده افغانان شړي. اصف دراني وویل «هغوی ته چې د وتلو ویل شوي، دلته ناقانونه کډوال» دي. هغه زیاته کړه: «تقریبا۴۵۰زره افغانان تللي‌ دي. هغوی پوهېدل چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه اوسېږي.»

په هغو افغانانو کې چې له پاکستان څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دي، هغه شاوخوا ۷۰زره افغانان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان ته وتښتېدل.

دراني زیاته کړه چې دا مهال په پاکستان کې ۲.۳ میلیون افغانان، چې د اوسېدو اسناد لري، اوسېږي او له دوی نه دي غوښتل شوي چې ووځي.

ده د افغانانو د شړلو په اړه د نړیوالو انتقادونه هم بې ځایه وګڼل او ویې ویل چې نور هېوادونه هم هغه کډوال، چې د اړوندو هېوادونو د مهاجرت د قانون سره برابر نه وي، شړي.

په همدې حال کې واشنګټن په اسلام اباد باندې فشار راوړی دی چې هغه ۲۵۰۰۰ اسیپ پذیره افغانان ونه شړي، چې د طالبانو له بیا راتګ څخه وروسته پاکستان ته تښتېدلي او متحدو ایالتونو ته د ورتګ او ژوند کولو لپاره واجد شرایط کېدای شي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د نفوسو، مهاجرت او کډوالۍ په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې جولیتا والس نویس اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

د سفارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې نویس په دې اړه غږېدلې«چې څنګه دواړه هېوادونه په ګډه د هغو افغانانو د [انتقال بهیر] چټک کولای شي‌ چې په متحدو ایالتونو کې د مېشت کېدو او اوسېدو لپاره» په شرایطو برابر دي. وايي نوموړې په دې برخه کې له پاکستاني حکومت سره د امریکا د ګډ کارکولو لیوالتیا څرګنده کړه او «د اسيپ پذیره کډوالو او مهاجرو د نه شړل کېدو په اړه او د هغوی څخه د حمایت په اړه نړیوالو بشردوستانه اصولو» ته پام کول یې هم هڅولي دي.

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي‌دي چې میرمن نویس په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د چارواکو سره خبرې کړې او «مخامخ یې د افغان کډوالو څخه د هغوی د اندېښنو او مهمو مسائیلو په اړه» اورېدلي دي.

یو پاکستاني مقام، چې د نویس په مجالسو خبر دی، امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالتونه د ناقانونه کډوالو له شړلو سره مخالفت نکوي خو غوښتنه یې دا ده چې په ژمي کې دا بهیر لږ ورو شي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ویلي دي چې افغانستان ته ستنېدونکي نپوهېږي چې‌ په ژمې کې به یې څه حال وي، وايی په افغانستان کې وار د مخه شپږ میلیون خلک په کور دننه بې ځایه شوي‌دي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان مشرې هسیاو وي لي ویلي دي: «دا کورنۍ په یو بد وضعیت کې راستنېږي او په داسې یو هېواد کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي،‌ چې يوه په درېیمه برخه یې نپوهېږي بل وخت ډوډۍ به له کومې کوي.»

دغې ادارې ویلي دي چې په ژمي کې او د بل کال په لومړیو میاشتو کې له پاکستان څخه نویو راستانه شویو افغان کډوالو سره د مرستو لپاره ۲۶.۳ میلیون ډالرو ته ضرورت لري.

فورم \ دبحث خونه