شاته

د قهوې څښل ګټه لري که زیان؟

که څه هم په تیرو وختونو کې ځینو طبي څیړنو د قهوې څښلو له امله د روغتیایي ستونزو په اړه خبرداری ورکړی و، خو نویو موندنو داسې شواهد وړاندې کړي، چې د قهوې څښل ډیرې روغتیايي ګټې لري.

قهوه په خپل ترکیب کې کافین لري چې دغه ماده نه یواځې د اعصابو د مرکزي سیسټم محرک ګڼل کیږي، بلکې ستوماني لرې کوي او انرژي زیاتوي.

ځینې طبي څیړنو ښودلې چې د قهوې څښل د شکرې ناروغۍ په دویم ټایپ یا ډول د اخته کیدو ګواښ کموي. داسې انګیرل کیږي چې قهوه په پانقراس کې د بیټا حجرې فعاله ساتي. دا حجرې انسولین تولیدوي، هغه ماده چې د وینې د شکر کچه تنظیموي.

طبي څیړنې ښیي چې د قهوې څښل د ماغي روغتیا تضمینوي او د الزایمر او پارکینسن په څیر ناروغیو خطر کموي.

د علمي موندنو له مخې، قهوه په بدن کې د غوړو د زیرمې کولو فعالیت بدلوي او په دې توګه د بدن د سالم وزن په تنظیم کې رول لوبوي. همدارنګه، هغه کسان چې قهوه څښي ډیر فزیکي فعالیت لري، چې دا فزیکي فعالیت پخپله د چاغوالي مخنیوي او د بدن وزن تنظیم کولو کې اغیزمن دي.

یوې بلې طبي څیړنې ثابته کړې چې د قهوې څښل د خپګان د خطر کمولو سره تړاو لري. د دې څیړنې موندنې ښودلې چې د ورځې هره پیاله قهوه څښل اته سلنه د خپګان خطر کموي.

یو شمیر نورو څیړنو ښودلې چې قهوه کولی شي د ځیګر روغتیا تضمین کړي او همدارنګه د ځيګر سرطان په ګډون د بدن دغه مهم ارګان د یو شمیر ناروغیو څخه وساتي.

یوې بلې طبي څیړنې ښودلې ده چې د قهوې څښل نه یواځې د زړه روغتیا تضمینوي، بلکې د زړه حملې او د زړه د دریدو د ناروغیو خطر هم کموي. خو دا باید په یاد ولرو چې په قهوه کې موجود کافین د وینې په فشار اغیز کوي، نو د طبي موندنو پر بنسټ هغه کسان چې د وینې فشار لري باید د قهوې مصرف سره احتیاط وکړي.

همدارنګه ډاکټران سپارښتنه کوي چې ځینې خلک، په ځانګړې توګه میندواره میرمنې، ماشومان او تنکي ځوانان د قهوې په څښلو کې محتاطه اوسئ. ځکه د قهوې څښل په بدن کې د کلسیم جذب ګډوډوي، نو هغه کسان چې د هډوکو د وروستوالي په ناروغۍ اخته وي، باید د ډیری قهوې څښلو څخه ډډه وکړي.

د قهوې د زیات څښلو یوه بله ستونزه د خوب ګډوډي ده، نو هغه کسان چې د خوب ستونزه لري باید لږه قهوه وڅښي. ځکه د قهوې له څښلو وروسته لږ تر لږه شپږ ساعته وخت نیسي چې دغه ماده له بدن څخه په بشپړه توګه بهر شي، نو غوره ده چې له ماښام وروسته قهوه ونه څښئ، تر څو د شپې خوب مو ګډوډ نه کړي.

فورم \ دبحث خونه