شاته

ملګري ملتونه: غزې کې خلک په 'ویروونکي‌ حالت' کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل د غزې په تړانګه کې میشت فلسطینیان په "پراخېدونکي ویروونکي‌ حالت" کې ژوند کوي او د اسرائیل او حماس ترمنځ یې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه.

ترک په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په غزه کې ملکي وګړي په بې رحمۍ سره د اسرائیل له خوا بمبارد کیږي او په ډله ییزه توګه سزا ورکول کیږي... په غزه کې فلسطینیان په زیاتېدونکي ډول ویروونکي‌ حالت کې ژوند کوي."

اسرائیلي ځواکونه په عین وخت کې، د چهارشنبې په ورځ د جنوبي غزې په مرکزي ښار کې د حماس له وسله والو سره د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې په ترټولو سخته جګړه کې ښکېل شوي دي.

په غزه کې د جګړې تمرکز په داسې حال کې جنوبي برخو ته اوښتی چې شمالي غزه د تیرو دوو میاشتو جګړو او بمباریو په پایله کې په کنډوالو بدله شوې او شاوخوا ۱.۹ میلیون وګړي یې له خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

جنوبي غزه کې درنه جګړه

عیني شاهدانو فرانس پرس ته وویل، اسرائیلي پوځیان، ټانکونه، زغره وال ګاډي او بلدوزرونه د غزې په جنوب کې د تړانګې دوهم تر ټولو لوی ښار خان یونس ته ننوتلي دي، او یو شمېر له وړاندې بې ځایه شوي خلک یې بیا تېښتې ته اړ کړي دي.

د اسرائیل د پوځ مشر هرزي حلوي د سه شنبې په ورځ وویل: "زموږ ځواکونه اوس د غزې په جنوبي برخه کې د خان یونس سیمه محاصره کوي... موږ د غزې په شمالي برخه کې د حماس ډېر مرکزونه تصفیه کړي دي، او اوس موږ په جنوب کې د حماس د مرکزونو پر ضد عملیات کوو."

د اسرائیل د پوځ د جنوبي حوزې قومندان جنرال یارون فنکلمن وویل، د اکتوبر په ورستیو کې د پیل شوې ځمکنۍ جګړې، "دا ترټولو سخته ورځ وه."

د فرانس پرس خبریالانو وویل، د خان یونس سړکونه د چهارشنبې په سهار نږدې خالي وو ځکه چې اوسیدونکو هڅه کوله د توپخانې له ډزو څخه ځان وژغوري، په داسې حال کې چې د ښار روغتونونو ته د مړو او ټپیانو لیږدول دوام لري.

د خان یونس یو بې ځایه شوي اوسيدونکي حسن القادي وویل: "ټول ښار له ویجاړۍ او پرله پسې ډزو سره مخامخ دی. هغه خلک چې له شمالي غزې څخه راغلي دي له سختو شرایطو سره مخ دي. ډیری یې بې کوره دي او ځینې یې د خپلو ورکو ماشومانو په لټه کې دي."

په جنوبي ښار رفح کې نوموړي وويل: "موږ يوازې شمېر نه يو، موږ انسانان يو."

اسرائیل د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د برید وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۲۰۰ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شول، د حماس پر ضد د جګړې اعلان وکړ.

د حماس د حکومتي رسنیو د دفتر تازه شمېرې وايي، په غزه کې ۱۶۲۴۸ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د تلفاتو دا شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تائید شوي او یا رد شوي نه دي.

اسرائیل ژمنه کړې چې حماس به له منځه یوسي. د دواړو خواو ترمنځ د یوې اونۍ اوربند پر مهال په لسګونو یرغمل خوشې شول خو ۱۳۸ یرغمل لا هم له حماس سره پاتې دي.

د اسرائیل اردو د چهارشنبې په سهار وویل چې دوی تیره ورځ د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۲۵۰ هدفونه په نښه کړي او سرتیري یې "د وسلو، د ځمکې لاندې تونلونو ، چاودیدونکو توکو او پوځي زیربناوو موندلو ته دوام ورکوي."

نړیوالو په غزه کې د روانې جګړې له امله د ملکي خلکو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې چې د اوبو، خوراکي توکو او نورو اړینو موادو له سخت کمښت سره مخامخ دي او په وروستیو کې د اوبو، تیلو او درملو محدود اکمالات غزې ته رسېدلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا په غزه کې تاوتریخوالی "پر ملکي وګړو ددې عصر یو له تر ټولو ناوړو بریدونو" په کتار کې بللی او د ژمې په رارسېدلو سره یې، د روغتیا په برخه کې د ناورین رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه