شاته

د امریکا او چین لوړ پوړو دپلوماتانو د اسرئیل او حماس د جګړې په اړه خبرې کړي

چین او متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) وویل د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یو تلیفوني تماس کې د اسرائیل او حماس د شخړې په اړه خبرې وکړې، او د جګړې د درولو د اړتیا په اړه یې موافقه وکړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن "بیا ټینګار وکړ چې ټول اړخونه باید د جګړې د خپریدو مخه ونیسي."

بیجینګ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اسرائیل او حماس ترمنځ د شخړې په اړه ټینګار وکړ چې "لومړیتوب د اوربند [رامنځته کېدل] او ژر تر ژره د جګړه پای ته رسول دي."

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وانګ وویل: "لوی هیوادونه باید عادلانه برخورد وکړي، ښه نیت او بې طرفي وساتي، ارام او معقولیت وښيي، او د وضعیت د سړېدو او په لویه پیمانه د بشري ناورینونو د مخنیوي لپاره هره هڅه وکړي."

هغه د فلسطین په شخړه کې د دوو دولتونو رامنځته کېدو د حل لارې دپاره د بیجینګ غوښتنه بیا تکرار کړه او ټینګار یې وکړ چې "هر هغه ترتیب چې د فلسطین راتلونکی پکې شامل وي باید د فلسطین د خلکو اراده منعکسه کړي."

هغه وويل، چين چمتو دی چې له ټولو خواوو سره په ګډه د دې موخې لپاره هڅې وکړي.

بلینکن په دې وروستیو میاشتو کې منځني ختیځ ته په داسې حال کې سفرونه کړي دي چې اسرائیل د غزې تړانګه کې پوځي عملیات پر مخ وړي.

چین له ایران سره ښې اړیکې لري، چې مذهبي مشرتابه یې د حماس او حزب الله ملاتړ کوي. حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې خونړی بری وکړ او د لبنانۍ شیعه ملېشې حزب الله په اړه اندېښنه ښودل شوې چې ښايي د اسرائیلو پر وړاندې دویمه جبهه پرانیزي.

واشنګټن پر بیجینګ فشار راوړی چې په سیمه کې د سولې دپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ وانګ ته دا هم وویل چې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو لخوا په سور سمندر کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې وروستي بریدونه سمندري امنیت ته "د نه منلو وړ ګواښ" دی.

دواړو خواوو په کالیفورنیا کې تیره میاشت د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د هغه د چینایی سیال شي جینپینګ تر منځ د سرمشریزې په جریان کې د "کلیدي مسلو په اړه پرمختګ" باندې هم موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي اړیکو د بیا رغولو لامل شو.

وانګ بلینکن ته له تایوان څخه د امریکا د ملاتړ په وړاندې هم خبرداری ورکړ. بیجینګ د تایوان خودمختاره ټاپو د خپلې خاورې برخه بولې، او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې وانګ یي "د تایوان د مسئلې په اړه د چین په جدي دریځ ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې متحده ایالات دې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي."

وانګ وویل چې متحده ایالات باید "د تایوان د خپلواکۍ" ځواکونو ملاتړ یا مرسته ونه کړي.

فورم \ دبحث خونه