BBC
 شاته

د لويې وچې کپ سياليو کې افغان لوبډلې هالنډ ته ماته ورکړه

Image copyright ACB

د افغان کرېکټ لوبډلې د ای سي سي لويې وچې کپ سیالیو په څلورمه لوبه کې کوربه هېواد هالنډ ته په یوه اننګز (نوبت) او د ۳۶ منډو په توپير ماته ورکړه. په دغې بریا افغانستان د انټرکانټیننټال يا لويې وچې کپ سیالیو کې له ټولو لوبډلو مخکې شو.

دغه لوبه د هالنډ په وربورګ ښار کې پيل شوې وه او په داسې حال کې پای ته ورسېده چې د لوبې دوه ورځې لا پاتې وې.

د دغې لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړه وکړه.

د هالنډ لوبډلې د لوبې په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې. له دغې لوبډلې سيلر ۳۸، رېپون ۲۴ او بورين د ۱۶ منډو په جوړولو وتوانېد.

له افغان لوبډلې يامين احمدزي ۵، دولت ځدراڼ ۴ او ميرويس اشرف يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۲ منډې جوړې کړې او له مقابلې لوبډلې سره يې د ۱۹۵ منډو توپیر درلود. افغان منډې جوړونکو کې حشمت الله شهيدي۸۳، رحمت شاه ۵۱ او ناصر جمال د ۴۳ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د لوبې په دوهم اننګز کې د هالنډ لوبغاړي د ۱۵۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل، چې له دې سره يې سيالي د يوه اننګز او ۳۶ منډو په توپير وبايلله.

له افغان لوبډلې ظاهر خان پکتين ۴، دولت ځدراڼ ۳، ميرويس اشرف او محمد نبي د هالنډ يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

Image copyright ACB

د هالنډ پر وړاندې له بريا وروسته افغان لوبډله د ۲۰ نومرو په ګټلو سره د جدول سر ته راورسېده او له ټولو ګډون کوونکو لوبډلو مخکې شوه.

د افغان کرېکټ لوبډلې مرستيال روزونکي رييس احمدزي بي بي سي پښتو سره په خبرو دا د افغانستان لپاره لويه بريا وبلله.

نوموړی وايي د دغو څلور ورځنيو سياليو ګټوونکی به په راتلونکې کې د کرېکټ له لسو غوره ټيمونو سره پنځه يو ورځنۍ مسابقې ترسره کوي، د ده په وينا، زياتې پيسې به ورکول کېږي او له ډېرو هېوادونو سره به لوبې کوي.

د افغانستان راتلونکې لوبې د هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او ايرلنډ سره دي.