شاته

په هرات کې د شیعه ښځو مظاهره؛ 'امنیت غواړو' 

په هرات کې نن یکشنبه ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۲) یو شمېر افغان شیعه ښځو «په شیعه ګانو» باندې د بریدونو په ضد مظاهره وکړه.

د هرات د جبریل په ولسوالۍ کې یو دیني عالم حسین عظيمي فرانس پرس اژانس ته وویل چې مظاهره کوونکو ښځو «مرګ په قاتلانو» او «موږ امنیت غواړو» شعارونه ورکول.

دا ښځې د هغو سلګونو کسانو په ډله کې وې، چې د جمعې د ورځې په برید کې د ۷ وژل شویو کسانو په جنازې کې یې برخه اخیستې وه. په دغه برید کې یو تن ژوبل شوی هم دی.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو مسئولین وایي چې نامعلومه کسانو په هغې رکشا باندې برید کړی چې دوه شیعه عالمان په کې سپاره ناست وو.

په سیمې کې خلک وايي چې په وژل شویو کې یې څلور ښځې او دوه شیعه عالمان دي.

تر دغې پېښې مخکې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې هم په یو لړ بریدونو کې درې شعیه عالمان وژل شوي وو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریجارډ بینت دا وضعیت «د ډېرې اندېښنې» وړ بللی و.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا بریدونه «ترهګریز اعمال» بللي دي. په افغانستان کې په دې وروستو کې په شیعه اقلیت باندې یو لړ بریدونه شوي دي او د «داعش خراسان» ډلې یې مسئولیت منلی دی. که څه هم واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی، خو د داعش ډله لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي.

فورم \ دبحث خونه