شاته

پاریس کې یو کس یو سیلاني د چړو په ګوزارنو وژلی؛ دوه یې ټپیان کړي

فرانسوي څارنوالانو وروسته له هغه د یوې "ترهګریزې دسیسې" په اړه پلټنې پیل کړې چې امنیتي مقاماتو ته یو معلوم سخت دریځه اسلامپال سړي، چې رواني ستونزې یې درلودې، تېره ورځ ډسمبر دوهمه د پاریس په مرکز کې یو سیلانی په چاقو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

د شنبې په ورځ په ځایي وخت سهار شاوخوا نهه بجې دا برید د ایفل څلي ته نږدې په داسې حال کې وشو چې فرانسې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په وجه په هیواد کې په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیولي دي.

پدې برید کې یو فلسطیني الاصله ۲۳ کلن جرمنی سیلاني مړ شوی او یو ۶۶ کلن بریتانوي او یو ۶۰ کلن فرانسوی ټپیان شوي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دغه حمله «ترهګریز برید» ګڼلی دی.
د ترهګرۍ ضد څارنوالانو د یکشنبې په ورځ ډسمبر درېیمه د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د چړې او څټک دغه بریدګر په اړه پلټنې کوي. مشکوک بریدګرارمند رجب پور میاندواب نومیږي او فرانسوي تبعه هم دی، مور او پلار یې ایراني دي او په ۱۹۹۷ کې زیږیدلی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، پولیسو په چټکۍ سره دغه ۲۶ کلن سړی وروسته له هغه ونیو چې په ټوپک یې په بې هوښه کونکې مرمۍ وویشت.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل چې دغه مشکوک شخص په ۲۰۱۶ کې د یو بل برید د پلان کولو په خاطر په څلور کاله بند محکوم شوی و او د فرانسې د امنیتي خدماتو د څار په لست کې و. هغه زیاته کړه چې هغه له پخوا څخه د رواني اختلالاتو له کبله هم پیژندل شوی و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر درمانین د ا هم وویل چې تر نیول کیدو وروسته دغه کس پولیسو ته ویلي چې هغه په "افغانستان او فلسطین" کې د مسلمانانو وژل نشي زغملی او فرانسه یې تورنه کړه چې د غزې په تړانګه کې په وژنو کې د "اسرائیل سره شریکه ده".

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه برید "ډیر غمژن" کړی دی، او ویلي یې دي چې "زموږ فکر د ټپیانو، د هغوی کورنیو او ملګرو سره دی".

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر دمخه خبرداری ورکړی و چې "په اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې له تروریستي برید وروسته د غزې جګړې، امنیتي ګواښونه لاپسې شدید کړي" او زیاته کړې یې ده چې "د اسلامي ترهګرۍ ګواښ شدید او جدي دی".

فورم \ دبحث خونه