شاته

د طالبانو یو شمېر مخالف سیاسي مشران په افغانستان باندې د خبرو لپاره ویانا ته تللي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي چې ددغې جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف شخصیتونه او د سیاسي ډلو مشران د افغانستان د وضعیت ارزولو لپاره یو کنفرانس کې د ګډون لپاره ویانا ته رسیدلي دي.

دغې جبهې په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې د یکشنبې په ورځ ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۲) خپره کړې ویلي چې ښاغلی مسعود به نن د اتریش په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړي او هم به ددغه هیواد د پارلمان له غړو سره وګوري.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د اتریش درېیم کنفرانس د نړیوالو څیړنو د انسیتیوت په کوربتوب جوړشوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي:" د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د اتریش درېیم کنفرانس نن د یکشنبې په ورځ جوړیږي او ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت د مخالفو سیاسي جریانونو چارواکي او شخصیتونه د امنیتي، بشري حقونو په ځانګړي ‌ډول د ښځو د حقونو، د افغانستان د مختلفو ډلو او ګوندونو ترمنځ د اجماع رامنځ ته کیدو، د سیمې او له سیمې د باندې هیوادونو سره د بحثونو او سلامشورو او د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې د نقشې وړاندې کولو مسلو باندې بحثونه وکړي او تفاهم ته ورسیږي."

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویلي ټاکل شوې د دې جبهې مشر احمد مسعود به د کنفرانس په پای کې د نړیوالې ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو سره هم د افغانستان په وضعیت خبرې وکړي.

ددغه کنفرانس د جوړیدو دمخه هم د اتریش په پایتخت ویانا کې د اپریل په ۲۴مه (ثورڅلورمه) د احمد مسعود په ګډون له ۳۰ څخه زیاتو د طالبانو د حکومت د مخالفو سیاسي جریانونود استازو او شخصیتونو په ګډون یو کنفرانس جوړ شوی و.

د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبرپه ۱۵ هم په ویانا کې د اتریش د څیړنیز انسیتیوت له خوا یو درې ورځینی کنفرانس جوړ شوی و، چې د احمد مسعود په ګډون شاوخوا ۳۰ پورې د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو، د پارلمان ځینو غړو او د مدني ټولنې ځینو استازو په کې ګډون کړی و.

طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د دغه کنفرانس د جوړیدو په هکله څه ندي ویلي.

فورم \ دبحث خونه