شاته

فرانسیس: د اسرائیل-حماس د اوربند ختمېدل دردوونکي دي، نوی اوربند دې وشي 

په نړۍ کې د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند ختمېدل «دردوونکي» بللي او په دواړو خواو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې نوی اوربند وکړي.

پاپ فرانسیس همدغه راز وویل چې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو او د فلسطین په قلمرو کې د اساسي ضرورتونو د نشتوالي په اړه فکر کوي.

پاپ د سږو د التهاب په رنځ اخته دی او لیکل شوې خبرې یې په واتیکان کې د یو همکار له لوري ولوستل شوې.

د اسرائیل او حماس ترمنځ اووه ورځنی اوربند ختم شوی. د دغه اوربند په ترڅ کې حماس ۸۰ یرغمل شوي اسرائلیان او بهرنیان او همداشان اسرائیل بیا ۲۴۰ بندي فلسطینیان پرېښودل. په یوې بلې موافقې کې ۲۵ تایلنډي یرغمل شوي هم پرېښودل شوي دي.

اوربند د قطر، مصر او امریکا په منځګړتوب شوی و. اسرائیل وایي لا هم له حماس سره ۱۳۷ یرغمل شوي کسان پاتې دي.

تر دې مخکې د اسرائیل مقاماتو ویلي وو چې د یرغمل شویو له خوشې کېدو سمدستې وروسته به بیا د حماس د «ختمولو» جګړه پیلوي او په همدې وجه یې پر غزه باندې بیا بمباري او بریدونه پیل کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د راپوروو په اساس چې په دوو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. برید د غزې په شمال کې په دوه پوړیزې ودانۍ شوی دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د یکشنبې په ورځ هم جګړه وشوه. حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او حماس ۲۴۰ تنه یرغمل کړي دي.

د اسرائل په ځوابي بریدونو کې، په غزه کې د مقاماتو په وینا، ۱۵۲۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې سرچېنې دا ارقام نه تائید او نه هم رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه