امریکا له اسرئیل څخه په غزې کې د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې
پداسې حال کې چې په سیمه ایز وخت یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې یوه بله ورځ پیل شوه، د متحده ایالاتو حکومت جګپوړو چارواکو له اسرائیل څخه پدې تړانګې کې د ملکي فلسطینیانو د مړینې مخنیوي لپاره د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کړې.
د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس او د دفاع وزیر لیوډ آسټن ویلي چې اسرائیل د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر د برید کولو حق لري خو د ملکي فلسطینیانو په هکله د دوي تازه څرګندونې په اسرائیل فشار راوړلو معنی لري.
میرمن هریس د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار کې د اقلیم په هکله غونډې کې وویل، " ډیر شمیر بې ګناه فلسطینيان وژل شوي. په ښکاره توګه د ملکیانو زیانمنیدو کچه او هغه عکسونه او ویډیوګانې چې د غزې څخه راځي، ټکان ورکوونکي دي".
د میرمن هریس تر څنګ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن شنبه ډسمبر ۲ د کلفورنیا ایالت یوې دفاعي غونډې کې وویل چې د اسرائیل سره د متحده ایالاتو ملاتړ "نه مذاکره کیدونکی" دی خو دا یې هم وویل چې په شخصي توګه یې اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې که د ملکیانو خوندیتوب لپاره اقدامات ونکړي، ددې خطر شته چې هغوي به سخت دریځۍ ته مخه کړي.
ښاغلي آسټن د کلفورنیا په ایالت کې د ریګن ملي دفاع په فورم کې وویل، " په دا شان جګړې کې ملکیان ډیر مهم وي او که چیرته تاسو هغوي د دښمن په لور ورټیل وهئ، تاسو تاکتیکي بری په ستراتیژیکې ماتې بدلوئ".
د دفاع وزیر له اسرائیل دا هم وغوښتل چې په غزې تړانګې کې ملکیانو ته د بشري مرستو رسولو چارې دې لا آسانه کړي او یو ځل بیا یې د منځني ختیځ د شخړې حل لپاره د متحده ایالاتو دوه بیلو دولتونو جوړیدو په پالیسي ټینګار وکړ.
د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.
دې وزارت ویلي چې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲ سوه کسان یې ووژل او په ځواب کې اسرائیلي ځواکونو په غزې بمباري پیل کړله، د جمعې ورځې تر سهاره پدې بمباریو کې ۱۵۲۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي.
په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې په غزې کې به جګړه تر هغه وخته ادامه ولري چې " خپل اهداف مو نه وي تر لاسه کړي".
نیتن یاهو وویل چې د ځمکنیو عملیاتو پرته ددې اهدافو تر لاسه کول امکان نلري.
فورم \ دبحث خونه