شاته

مکرون: که د اسرائیل هدف په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل وي، جګړه به ۱۰ کاله دوام ولري

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) وویل چې په غزې کې د جګړې په بیا پیل کیدو "ډیر اندیښمن" دی او قطر ته روان دی چې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند بیا پیل کیدو په هلو ځلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي مکرون د عربي متحده امارتو د دوبۍ په ښار کې د اقلیم په هکله نړیوالې غوڼدې کې وویل چې په غزې کې د تل پاتې اوربند تر لاسه کولو لپاره په کار ده چې پدې برخې کې هڅې دوه چنده ډیرې شي او ټول یرغمل کسان باید خوشې شي.

د اسرائیل – حماس تر منځ موقتي اوربند تیره ورځ وروسته تر هغه پای ته ورسید چې منځګړي کوونکي پدې ونه توانیدل موده یې وغځوي. اسرائیل او حماس په یو بل د دې اوربند ماتولو ملامتي اچولې.

سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي تر هغې په غزې کې جګړه کوي چې خپل اهداف یې نه وي تر لاسه کړي خو د فرانسې جمهور رئیس بیا د اسرائیل څخه وغوښتل چې د حماس په هکله باید خپل اهداف څرګند کاندي.

ښاغلي مکرون وویل، " مونږ داسې یوې شیبې کې یو چې اسرائیلي چارواکي باید په دقیقه توګه خپل اهداف او وروستی هدف څرګند کړي. په بشپړه توګه د حماس له منځه وړل. آیا څوک فکر کوي دا امکان لري؟ که قضیه همدا وي جګړه بس لس کاله دوام ولري".

د فرانسې مشر پخپلو خبرو کې دا هم وویل که اسرائیل غواړي خپل امنیت د "فلسطنیانو د ژوند په قیمت تر لاسه کړي، په سیمه کې د اسرائیل لپاره هیڅ تل پاتې امنیت نشته".

ښاغلي مکرون داسې مهال د اسرائیل څخه د حماس په هکله د خپل وروستي هدف په ډاګه کولو غوښتنه کړې چې د غزې په جګړې کې د ډیرو ملکیانو وژل کیدو له کبله په اسرائیل فشاروه ډیر شویدي.

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.

دې وزارت ویلي چې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲ سوه کسان یې ووژل او په ځواب کې اسرائیلي ځواکونو په غزې بمباري پیل کړله، د جمعې ورځې تر سهاره پدې بمباریو کې ۱۵۲۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي.

بل پلو د اسرائیل د صدراعظم یو جګپوړي سلاکار مارک ریګیف ویلي نه غواړي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي او زیاتوي چې بریدونه یې د حماس پر ضد دي.

فورم \ دبحث خونه