شاته

د قطر یو پلاوی د اسرائیل سره د اوربند په غځولو خبرې کوي - سرچینه

د رویټرز اژانس د یو رسمي مقام له قوله ویلي، د قطر یو پلاوي د شنبې په ورځ اسرائیل ته سفر وکړ چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د جمعې په ورځ د پیل شوي څلور ورځني اوربند د احتمالي غځولو په اړه خبرې وکړي.

دغه چارواکي ویلي، د قطر عملیاتي ټیم همداشان د اسرائیلي چارواکو سره همغږي کړې تر څو ډاډ ترلاسه شي چې اوربند او د یرغمل د خوشې کولو چارې په ارامۍ سره ترسره شي.

دا پداسې حال کې دي چې اسرائیلي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ به ۱۴ اسرائیلي یرغمل شوي او ۴۲ فلسطیني بندیان په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې تبادله شي.

د جګړې د بندیدو په ترڅ کې به حماس د اسرائیل، فلسطیني سخت دریځو ډلو، قطر، مصر او متحده ایالاتو په ګډون د یوې موافقې د یوې برخې په توګه، لږ تر لږه ۵۰ یرغمل شوي کسان او اسرائیل ۱۵۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي.

همداشان د شنبې په ورځ په لندن کې د فلسطین په پلوۍ لاریون ته تیاری نیول کیږي چې تمه ده په لسګونو زره کسان پکې ګډون وکړي. د فلسطین د پیوستون د کمپاین لپاره تر ۱۵۰۰ زیات پولیس په دندو ګمارل شوي دي او ټاکل شوې چې مظاهره کوونکي له پارک لین څخه د وایټ هال په لور لاریون وکړي.

د پولیسو افسران مظاهره کوونکو ته د لاریون په ترڅ کې د سم چلند په اړه معلوماتي پاڼې ویشي چې په کې د هغو شعارونو او انځورونو نه کارول شامل دي چې "د حماس یا کوم بل منع شوي سازمان ملاتړ کوي. د انګلستان د قانون له مخې ددې ډول ترهګرو سازمانونو ملاتړ غیرقانوني دی."

د جمعې په ماښام ۲۴ يرغمل شوي کسان چې ١٣ اسرائیلي ښځې او ماشومان پکې شامل دي، خوشې شول. سربیره پردې، حماس د قطر د حکومت په وینا، ۱۰ تایلینډي اتباع او یو فلیپیني چې یرغمل کړي وو، هم خوشې کړل.

په همدې حال کې د اسرائیل حکومت ۳۹ فلسطیني ښځې او تنکي ځوانان چې د اسرائیل په زندانونو کې بندیان وو، خوشې کړل.

اسرائیل ویلي چې د جګړې څلور ورځنی اوربند به د حماس لخوا د هرو لسو نورو یرغمل شویو د خوشې کولو په صورت کې یوه یوه ورځ نور هم وغځول شي. د قطر د حکومت یو ویاند ویلي، دوحه هیله لري چې د اوربند په څلورمه ورځ له غزې څخه د نورو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره یوه بله موافقه لاسلیک کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل چې د جګړې د موقتي ودرولو لپاره "چانسونه ریښتیني دي". هغه زياته کړه چې په یرغمل شويو کسانو کې دوه امريکايې مېرمنې او يو څلور کلن امريکايي ماشوم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه