BBC
 شاته

هرات کې تښتوونکو ته د مرګ سزا

Image caption قاضي د غونډې په پای کې له دریو تورنو کسانو دوو تنو ته د اعدام سزا واوروله.

د افغانستان ختیځ هرات ولایت ښاري محکمې دوه کسان د هغه یوه ځوان د تښتولو په تور په اعدام محکوم کړل، چې د تښتوونکو په یرغمل کې یې ساه ورکړې وه.

د هرات ښاري محکمې نن (شنبه، زمری ۸ مه) دوه تنه د هغه ځوان د تښتولو په تور په اعدام محکوم کړل چې د تښتوونکو په منګولو کې یې ساه ورکړې وه.

دغه پېښه څو میاشتې مخکې په غوریان ولسوالۍ کې شوې وه.

د ښاري محکمې په علني غونډه کې چې په علني توګه ترسره شوه، یو بل په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور په پنځو کلونو تنفیذي حبس محکوم شو.

د څارنوال مدافع وکیل او تورنو کسانو په ګډون ټولو اړخونو د خبرو موقع ترلاسه کړه.

د تښتول شوي او وژل شوي ځوان پلار هم د قاضي مخې ته ودرېد او په ټیټ غږ یې څو خبرې وکړې.

وژل شوی کس چی د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی و د فلزکارۍ کسب یې درلود.

ویل کېږي تښتوونکو د ده د خوشي کولو په بدل کې پېسې غوښتې وې.

تښتوونکي وایي تښتول شوی کس یې په یوه څاه کې بندي کړی و او په اتمه ورځ خبر شول چې دغه ځوان په څاه کې ساه ورکړې.

قاضي د غونډې په پای کې له دریو تورنو کسانو دوو تنو ته د اعدام سزا واوروله.

Image caption درې کاله وړاندې، هم د یوه ماشوم د تښتونې او وژنې عاملین په اعدام محکوم او د هرات په زندان کې اعدام شول.

قاضي وویل، دا وروستۍ پرېکړه نه ده او اړخونو ته د استنیاف غوښتنې حق ورکړل شوی.

په وروستیو کې هرات کې انسان تښتونو د سیمه ییزې ادارې او خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

درې کاله وړاندې، هم د یوه ماشوم د تښتونې او وژنې عاملین په اعدام محکوم او د هرات په زندان کې اعدام شول.