شاته

ابراهیم رئیسي: د اسرائیل پوځ باید د ترهګرو سازمانونو لیست کې شامل کړای شي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ نومبر یوولسمه (لړم ۲۰) د غزې په تړانګه کې د اسرائیل پوځي عملیاتو ته په اشارې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسرائیل پوځ د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړي.

د ایران ولسمشر چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې خبرې کولې، همداشان له هغو اسلامي هېوادونو چې له اسرائیل سره اړیکې لري، وغوښتل چې له اسرائیل سره خپلې اړیکې پرې کړي او له فلسطین سره خپل ملاتړ زیات کړي.

د عربي هېوادونو مشرانو او د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ په ریاض کې په دې غونډه کې سره راټول شوي دي.

د دغو هېوادونو مشران ټینګار کوي، دمخه تر دې چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې لمنه نورو هېوادونو ته خپره شي، باید دا جګړه پای ته ورسېږي.

له دې څخه یوه ورځ وړاندې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په غزې تړانګې باندې د اسرائیل د حملو د غندلو په ترڅ کې په دغه سیمه کې د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د افریقا او سعودي عربستان د غونډې په ترڅ کې محمد بن سلمان وویل:" موږ پوځي بریدونه، د ملکي وګړو په نښه کول، له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه چې د اسرائیلي اشغالګرو مقاماتو له خوا د غزې په تړانګه کې ترسره کیږي، غندو."

خو لوېديځو هېوادونو په تېره بيا متحده ایالاتو ويلي چې پر اسرائیل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له بريدونو وروسته دغه هېواد له ځانه د دفاع حق لري.

د اسلامي همکاريو د سازمان د مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر داوومې نیټې له برید وروسته اسرائيلي ځواکونو د غزې په تړانګه پرله پسې هوايي، توپچي او ځمکني بريدونه پیل کړي دي.

اسرائیلي مقاماتو په تیره یوه میاشت کې تل ویل چې پر اسرائیل د حماس په بریدونو کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي، خو د جمعې د ورځې راپدیخوا یې ویلي، چې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۲۰۰ ته رسیږي او د جسدونو د پیژندنې وروسته څرګنده شوه چې ۲۰۰ نور جسدونه د حماس د ډلې سخت دریځه دي. حماس پر اسرائیل باندې د برید په ترڅ کې شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل کړي چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

د اکتوبر د اوومې نیټې له برید وروسته اسرائیل هم پر غزه باندې د غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه څه دپاسه ۱۱زره تنه وژلي چې څه دپاسه ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. خو د غزې د مقاماتو دغه شمیرې په مستقله بڼه ندي تائید شوي.

د نورو هېوادونو تر څنګ یوشمېر مرستندویه سازمانونو هم په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د غزې وضعیت له یو بشري ناورین سره مخ دی، ځکه خلک د اوبو، خوراکي توکو، درملو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.

ټاکل شوې وه چې د عرب لیګ او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو غونډې په جلا توګه وشي. خو یو شمېر عرب ډپلوماتانو فرانس پرس اژانس ته ویلي، چې دغه ګډه غونډه وروسته له هغه جوړه شوه، چې د عربي ټولنې یو شمېر استازو د ګډې اعلامیې په صادرولو هوکړه ونه کړه.

د دغو ډپلوماټانو په وینا، د عربي ټولنې یو شمېر غړو هېوادونو لکه الجزایر او لبنان وړاندیز کړی و چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې اسرائیل او متحدینو ته یې د تېلو صادرول بند کړي. پر دې سربیره، دغه هیوادونه له اسرائیل سره د دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پرې کولو غوښتنه هم کوي.

دغو ډپلوماټانو چې نه يې غوښتل نومونه يې په راپور کې ياد شي وويل، چې د متحده عربي اماراتو په ګډون دريو هېوادونو چې له اسرائیل سره يې په ۲۰۲۰ کال کې اړيکې عادي کړي، دغه وړانديز رد کړ.

د دې غونډې مخکې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې د اسرائیل پر ضد د خپلو اقداماتو د ځنډولو له امله پر عربي مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې له دې غونډې څخه "هیڅ تمه" نه لري.

د دې ډلې مرستیال محمد الهندي د لبنان په پلازمینه بیروت کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ له داسې غونډو هیله نه لرو، ځکه چې له کلونو راهیسې مو پایلې لیدلي دي."

خو د ایران ولسمشر په دې غونډه کې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې دا غونډه باید یوه میاشت مخکې شوې وای.

رئیسي زیاته کړه: "کاشکې دا غونډه یوه میاشت مخکې جوړه شوې وای. اوس چې په ځنډ سره جوړه شوی، باید یوه قاطع پرېکړه وشي. باید د خلکو د وژنې د ماشین د درولو لپاره ټول وسایل فعاله کړل شي. که د غزې او لویدیځې غاړې د خلکو مقاومت او د لبنان مقاومت نه وای، نن به ډیر عرب او اسلامی هیوادونه له صهیونیسټي رژیم سره په دغه ډول جنګ کې ښکیل وای."

ډیر شمیر لویدیځ هیوادونه ایران په منځني ختیځ کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورنوي، چې په لبنان کې حزب الله، په غزه کې حماس او د یمن حوثي یاغیان په کې شامل دي. د ایران حکومت هم له دغو ډلو خپل ملاتړ تائید کړی او ادعا کوي چې دغه ډلې د اسرائیل پر وړاندې مقاومت کوي.

فورم \ دبحث خونه