شاته

کرکټ نړیوال جام: انګلنډ پاکستان ته د ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) انګلنډ پاکستان ته ۹۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند په کلکتې ښار کې انګلند د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه او ټاکلو ۵۰ اوورنو او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۳۳۷ منډې وکړې.

په مقابل کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۳.۳ اورونو کې د ۲۴۴ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله. پدې توګه د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسیدو هیلې یې هم مړاوی شوې.

په نننۍ لوبه کې د انګلند لپاره بین سټوک ۸۴، جو روټ ۶۰ او جاني بریستو ۵۹ منډې وکړې. خو نور لوبغاړي ونه توانیدل چې تر ۳۰ زیاتې منډې جوړې کړې.

همداراز په دغه لوبه کې د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۳۸، محمد رضوان ۳۶، آغا سلمان ۵۱ او حارث روف ۳۵ منډې وکړې. پاتې لوبغاړو ونکړای شول چې تر ۲۹ زیاتې منډې جوړې کړي.

ډیویډ ویلي د انګلنډ لوبډ‌لې څخه ددغه لوبې غوره لوبغاړی شو.

یاده دې وي چې پاکستان هغه مهال نیمه پایلوبې ته د رسېدو موکه درلوده، چې لومړی یې توپوهنه کړی وای او د ۲۸۷ منډو په توپير یې انګلنډ لوبډله ماته کړی وای.

په روان نړیوال جام کې وروستۍ لوبه د کوربه هند او هالنډ لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۱۲مه نېټه ترسره کیږي.

تر دې لوبې وروسته، د نومبر په ۱۵مه لومړی نیمه پایلوبه د هند او نیوزیلنډ او دویمه نیمه پایلوبه د نومبر پر ۱۶مه د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلو ترمنځ کیږي.

د روان جام پایلوبه د نومبر په ۱۹مه نېټه په احمد آباد کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره کیږي.‌

فورم \ دبحث خونه