شاته

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د افغان کډوالو نیول، شړل او ډله ییز ځورول بند کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په عاجل ډ‌ول دې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو، افغانستان ته د شړلو او په ډله ییز ډول د هغوی ځورول بند کړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ ناوخته نومبرلسم (لړم ۱۹) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان څخه افغانستان ته ددغو ستنیدونکو کډوالو ژوند د ستنیدلو پر مهال ممکن د ګواښونو سره مخ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د کمپاینونو د ځانګې مرستیالې میرمن لیویا ساکاردي په دغه اعلامیه کې ویلي: "په زرګونه افغان کډوال د سیاسي پیاده سرتیرو په څیر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنول کیږي، چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو د فعالانو ځپل او بشري ناروین روان دی او کیدای شي هلته یې ژوند او فزیکي ادغام تر ګواښ لاندې راشي. هیڅوک باید په ډله ییز ډول د جبري ایستلو هدف ونه ګرځي او پاکستان به ښه وکړي چې په جبري ډول د کډوالو د شړلو اصل په ګډون خپلو حقوقي مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې که چیرې د پاکستان حکومت په عاجل ډول د افغان کډوالو ایستل ونه دروي دا به په زرګونو تر ګواښ لاندې افغانان په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د خوندیتوب، زده کړو او معیشت ته د لاس رسي مخه ونیسي.

دغه سازمان د پاکستان د حکومت د شمیرنو پر اساس ویلي چې د روان کال د سپټمبر د میاشتې له ۱۷ ورځې راهیسې له ۱۷۰ زرو څخه زیات افغان کډوال چې د څو لسیزو لپاره یې په دغه هیواد کې ژوند کوه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د خبرداري په ترڅ کې ایستل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د نومبر د لومړۍ ورځې د مهلت د پای ته رسیدلو وروسته پاکستاني پولیسو د دغه هیواد د ۱۹۴۶ کال د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې هغوی چې د قانوني اسنادو پرته دغه هیواد ته ننوتي نیسي او د کډوالو ایستلو لپاره جوړو شویو مرکزونو کې یې ساتي.

د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو په اړه چې تیره اونۍ نیول شوي او له پاکستان څخه شړل شوي د دغه بهیر د شفافیت په باب اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا بهیر د افغانانو د ځورولو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د میلمه پالنې د چلند پر خلاف وو.

د کډوالو د ایستلو مرکزونه

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې تراوسه د افغانانو د نیولو لپاره ۴۹ مرکزونه پرانیستل شوي دي، خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې دغه مرکزونه د کوم قانون له مخې نه دي جوړ شوي.

دا سازمان وايي چې لږ تر لږه په اوو دغسې مرکزونو کې د نیول شویو کسانو لپاره د مدافع وکیلانو او د نیول شویو کسانو د کورنیو سره د اړیکو د نیولو لپاره اسانتیاوې موجودې نه وې.

دا سازمان وايي: "دا ډول مرکزونو کړنې د ازادۍ د حق او عادلانه محکمې د اصل څخه سرغړونه ده. همداشان هیڅ ډول معلومات خلکو سره نه دي شریک شوي چې دې کار د کورنیو لپاره دا ډیره مشکله کړې چې د خپلو خپلوانو په حال ځان پوه کړي".

د مریم په نوم د مدني ټولنې یوې افغان فعالې په اسلام اباد کې د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې د نومبر په دوییمه یو شمیر افغان کډوال د شالمیار د پولیسو مرکز له خوا ونیول شو او هغوی چې اسناد یې نلرل د کډوالو د ایستلو مرکزونو ته واستول شو په داسې حال کې چې د هغوی د کورنیو غړو ته په اړه یې هیڅ معلومات نه و ورکول شوي، چې چیرته هغوی بیول شوي او کله به له پاکستان څخه وایستل شي.

دا سازمان وايي چې د نومبر په درییمه د کراچۍ په سراب کوټ کې یو ۱۷ کلن هلک د پولیسو په یوه چاپه کې ونیول شو او ددې سره سره چې په پاکستان کې زیږیدلی و او د کډوالۍ پیژندپاڼه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له خوا ورکړل شوې وه هم لرله کورنۍ ته یې د ایستلو په مرکز کې ورسره د کتنې اجازه ورنکړل شوه او هغه یوه ورځ وروسته له پاکستان څځه وایستل شو او تراوسه یې دقیق ځای معلوم نه دی چې هغه به چیرته وي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه سازمان د خبریالانو سره د خبرو له لارې دا تائید کړې چې رسنیو ته هم ددغو مرکزونو څخه د لیدنې اجازه نه ورکول کیږي چې د ایستلو د بهیر د شفافیت په اړه یې پوښتنې راپورته کوي.

ځینو افغان کډوالو بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې د افغان کډوالو د نیولو او د ایستلو پر مهال په دغو مرکرونو کې په دري او پښتو د ژباړونکو نشتون یوه بله ستونزه ده چې هغوی ورسره مخ کیږي.

په ویره کې ژوند

یو شمیر افغان کډوالو د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې هغوی په یو دوامداره اضطراب کې ژوند کوي. د جنید په نوم یو کډوال دغه سازمان ته ویلي چې افغانان په ویره کې اوسیږي او کله چې د خپلو کورونو سره نږدې د پولیسو موټر وویني د خپلو کورونو دروازې تړي.

دا سازمان وايي چې لږ تر لږه د کوچني کاروبار ۱۲ خاوندان چې د افغان کډوالو پيژند پاڼې یې هم لرلې د ۲۴ ساعتونو لپاره په لاهور کې نیول شوي و. همداشان دغه سازمان ویلي چې د اکتوبر په ۲۴ د لاهور په اکبري منډيې کې یو شمیر کسانو چې عادي لباسونه یې اغوښتی و له افغانانو څخه ۵۰۰ زره پاکستاني روپۍ ضبط کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په دغه اعلامیه کې د هغو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو سره هم خبرې شوي چې دغه سازمان ته یې ویلي چې افغانستان ته د ستنیدلو په صورت کې به ووژل شي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو ته د حقوقي ملاتړ د برابرولو یوې مدافع وکیلي میرمن منیزه کاکړ بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې ددې لپاره چې د شپې له خوا نارینه پولیس یې په کورونو چاپه ونه وهي ډیرې میرمنې د شپې له خوا په حجاب کې ویدیږي. دا سازمان وايي چې هغه پاکستاني ښځو چې افغانانو سره یې واده کړی هم د خپلو مړونو د ایستلو په اړه اندیښنې لري.

همداشان دغه سازمان ویلي چې هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو پورې تړاو لري هم د ایستلو د ګواښ او خپل وطن ته د ستنیدلو پر مهال د ځورولو ګواښ سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان څخه غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو په چوکاټ کې دې خپل مسولیتونه ادا کړي او د افغان کډوالو خوندیتوب او هوساینې ډاډ دې ورکړي او د بحران د لا زیاتیدو د مخنیوي لپاره دې د افغانانو د ایستلو بهیر ودروي.

د کډوالو د نومونو ثبتولو غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان حکومت دې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (UNHCR) په ملتیا هغه کډوال په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او خبریالان رجسټر کړي چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت لا تراوسه د بخښنې نړیوال سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. خو ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان حکومت د زیانمنوونکو کډوالو د خوندیتوب په اړه خپلو ژمنو باندې ټینګ ولاړ دی.

پاکستان ویلي دي چې په دې هیواد کې د بریدونو د چټک زیاتوالي وروسته چې حکومت یې پړه پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي، د دې هېواد د "سوکالۍ او امنیت" د ساتلو لپاره د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې به چې د نړیوالو معیارونو سره هم سم دي په دغه هیواد کې ۱.۷ میلیونه قانوني اسناد نلرونکي کډوال چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي، وباسي.

د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ ورځې پورې پخپله خوښه له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره د ټاکلې مهلت د پوره کیدو وروسته ددغه هیواد د پایتخت اسلام اباد په ګډون په اکثرو ښارونو کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سپټمبر د میاشتې له نیمايي څخه راوروسته له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې راهیسې هره ورځ د ۲۰ او ۲۱ زرو ترمنځ افغان کډوال د پاکستان څخه د چمن – سپین بولدک او تورخم له لارو خپل وطن ته ستنیږي، چې تر ۶۰ فیصده یې ماشومان دي.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا چې پاکستاني اورپکي په افغانستان کې پناه ځایونه لري، په وار وار رد کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغه هیواد څخه په سلګونو زره افغانان وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون یې د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې په دغو تیرو دوو کلنو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغانان دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه