شاته

بلاول بوټو: د ترهګرو او ملکي افغانانو ترمنځ فرق په کار دی

د پاکستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ایستلو په پالیسۍ انتقاد کړی او ویلي دي چې د ترهګرو او ملکي افغانانو ترمنځ فرق په کار دی.

د پاکستان د ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د جمعې په ورځ نومبرلسم (لړم ۱۹) په کراچۍ کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو روانه پالیسي تر پوښتنې راوستې ده.

ښاغلي زرداري ویلي: " کله چې یوه پالیسي طرحه کیږي باید د خلکو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشي. که چیرې تاسې د خلکو پرخلاف لاړ شئ، تاسو به هیڅکله خپل هدف ترلاسه نه کړای شئ".

ښاغلي زرداري په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت په پالیسۍ کې ناڅرګندتیا موجوده وه.

د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې ددغه هیواد څخه په خپله خوښه د وتلو مهلت ورکړی و.

د حکومت په پریکړه کې ویل شوي و، چې ددې نیټې وروسته به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

د ډان د ورځپاڼي د راپور له مخې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي چې اوس پاکستان ددغه هیواد څخه د غیر قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو وروسته افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د ستنولو پریکړه هم کړې چې په دغه هیواد کې د کډوالو په قانوني اسنادو ژوند کوي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې په دې مسله د پنجشنبې په ورځ نومبر نهم (لړم ۱۸) د پاکستان د سنا په مجلس کې هم خبرې شوي دي.

د رپوټونو له مخې د حکومت په دې پریکړه د سناتورانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود و.

د بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه انتقادونه رد کړي دي او ویلي دي په دې برخه کې شوي اقدامات د نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کې شوي دي.

ددغه وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوڅ د جمعې په ورځ نومبر لسم (لړم ۱۹) په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پالیسي د کورنیو قوانینو د پلي کیدو په برخه کې چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني ډول د اوسیدونکو کسانو اوسیدل منع کوي د پاکستان د حکومت لیوالتیا منعکس کوي.

میرمن بلوڅ وویل: "دا قوانین د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د ډیرو هیوادونو د قوانینو سره یو شان دي".

میرمن بلوڅ وویل چې دا پالیسي د نړیوالو معیارونو سره برابره ده او په ډیر ډاډ سره پلي کیږي.

د پاکستان د حکومت د شمیرنو له مخې د سپټمبر د ۱۷ ورځې څخه د جمعې تر ورځې پورې دوه سوه زره او ۱۸ د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د تورخم له لارې ستانه شوي دي.

په دې شمیر کې ۵۶۵۶۹ سړي، ۴۳۷۶۹ ښځې او ۹۹۶۸۰ ماشومان شامل دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سپټمبر د میاشتې له نیمايي څخه راوروسته له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې راهیسې هره ورځ د ۲۰ او ۲۱ زرو ترمنځ افغان کډوال د پاکستان څخه د چمن – سپین بولدک او تورخم له لارو خپل وطن ته ستنیږي، چې تر ۶۰ فیصده یې ماشومان دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغه هیواد څخه په سلګونو زره افغانان وتلي او د ایران او پاکستان په ګډون یې د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې په دغو تیرو دوو کلنو کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغانان دغه هیواد ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد لري.

فورم \ دبحث خونه