شاته

د آزادۍ په هکله د افغان نجونو او میرمنو رضایت تر ټولو په ټیټه کچه کې دی – راپور

د نظر معلومولو یوې تازه سروې کې چې نتیجه یې جمعه نومبر ۱۰ (لړم۱۹) خپره شوې پکې معلومه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دننه د ژوندانه د چارو انتخاب په هکله د افغان میرمنو او نجونو رضایت تر ټولو ټیټې کچې کې و، ټولې افغان میرمنې رنځیدلې او ډیرو یې داسې احساس کاوه چې درناوی یې نه کیږي.

د ګلوپ (Gallup) څیړنیز مرکز په راپور کې ویل شوي چې یوازې ۱۱ په سلو کې میرمنې چې د جولای په میاشت کې ورسره مرکې شویدي، ویلي چې د آزادۍ څخه خوښې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ژوندانه چارو په هکله په دومره ټیټه کچه رضایت نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هغو هیوادونو کې هم جوړه نلري، چې د ګلوپ څیړنیز مرکز پکې د همدې موضوع په هکله د میرمنو څخه پوښتنې کړي.

په ۲۰۲۲ کال کې ۲۹ په سلو کې میرمنو ویلي و چې د ژوندانه په چارو کې د آزادۍ څخه خوښې دي او په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته کیدل پدې معنی چې افغان میرمنې پوه شوي، هغه محدودویتونه او بندیزونه چې د طالبانو حکومت د میرمنو د کار، تعلیم او نور چارو باندې لګولي، نه بدلیدونکي دي.

د طالبانو حکومت پدې تیرو څه باندې دوو کالونو کې چې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په افغان نجونو او میرمنو یې یو شمیر جدي بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې نړیوالې ټولنې غندلي خو طالبان یې د شریعت مطابق بولي.

په ټول افغانستان کې لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو او لوړو زده کړو مرکزونو ته نه پریښودل کیږي ; د یو څو ادارو پرته تقریباً په ټولو دولتي او نړیوالو ادراو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیزونه لګول شوي.

د ګلوپ دې سروې کې معلومه شوې سره لدې چې په افغانستان کې پر سړیو د طالبانو لخوا هغومره بندیزونه لګیدلي لکه څومره یې چې په افغان میرمنو او نجونو لګولي، خو بیا هم افغان میرمنې او نجونې په اوس وخت کې د خپل ژوندانه د چارو انتخاب په هکله خوښ ندي.

پدې سروې کې معلومه شوې چې تر سړیو میرمنې ډیرې ناراضه دي.

د ګلوپ څیړنیز مرکز په راپور کې چې مرکز یې په واشنګټن ډي سي کې دی ویل شوي چې ۹۶ په سلو کې میرمنو او ۹۳ میرمنو چې د دې سروې لپاره ورسره مرکې شوي، دخپل ژوندانه وضعیت یې دومره خراب بللی چې د "کړاو"تر کچې پورې بلل کیدی شي.

د ۲۰۲۱ کال په آخر کې ۹۰ په سلو کې افغانانو ویلي و چې ژوند یې په کړاو کې دی او لا هم دا وضعیت روان دی. د ۲۰۰۵ کال راپدیخوا چې د ګلوپ مرکز دا ډول سروې ګانې په ټولو هیوادونو کې پیل کړي، په دومره لوړه کچه په بل هیڅ هیواد کې خلکو ندي ویلي چې ژوند یې په کړاو کې دی.

د ګلوپ په سروې کې همدارنګه ویل شوي چې یوازې ۱۷ په سلو کې میرمنې او ۳۶ په سلو کې میرمنې وایي چې په افغانستان کې د میرمنو سره د وقار او درناوي له مخې چلند کیږي خو ډیری بیا پدې اند دي چې وضعیت پدې توګه ندی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځلي راتګ څخه وړاندې ډیری افغان سړیو احساس کاوه چې د میرمنو سره د وقار له مخې چلند کیږي خو د دې ډلې د راتګ څخه وروسته سړي دا ډول فکر نکوي او پدې باور دي چې د میرمنو سره هغه شان چلند نه کیږي چې پخوا کیده.

فورم \ دبحث خونه