شاته

د کرکټ نړیوالې شورا د سري لانکا غړیتوب وځنډاوه

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي)د جمعې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې د سري لانکا د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د مداخلې له کبله یې په شورا کې ددغه هېواد شمولیت ځنډولی دی.

د کرکټ دغې نړیوالې انتظامي ادارې ویلي چې د سري لانکا کرکټ د دې شورا "د غړي په توګه له خپلو مکلفیتونو څخه په جدي توګه سرغړونه کړې، په ځانګړې توګه د دې اړتیا چې په خپلواکه توګه خپلې چارې اداره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې حکومت یې په چارو کې مداخله نه کوي."

په ای سي سي کې د سري لانکا غړیتوب یوه ورځ وروسته له هغه وځنډول شو چې د سري لانکا پارلمان د مالي فساد د تورونو له امله د سري لانکا کرکټ بورډ له غړو څخه د استعفا غوښتنه وکړه.

د ای سي سي په اعلامیه کې ویل شوي چې شورا به د سري لانکا د غړیتوب د ځنډولو د شرایطو او جزیاتو په اړه وروسته پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام راتلونکې جنوري په سري لانکا کې ترسره شي. په سمدستي توګه نه ده معلومه چې په ای سي سي کې تر نامعلوم وخت پورې د سري لانکا د غړیتوب ځنډېدل به پر دغو لوبو څه اغېزه وکړي.

د مالي او سیاسي کړکیچ سره د لاس او ګریوال سري لانکا حکومت له وړاندې دیوالي شوی او کرکټ بورډ په دغه جزیره يي هېواد کې تر ټولو شتمنه اداره ګڼل کیږي.

په نړیوال جام کې د سري لانکا د سختو ماتو وروستو، د حکومت او کرکټ بورډ تر منځ کړکیچ لا پراخ شو.

د سري لانکا پارلمان د پنجشنبې په ورځ د سريلانکا د کرکټ بورډ له منتخبو غړو د استعفا غوښتنه وکړه او هغوی یې د میلیونونو ډالرو په فساد تورن کړل.

ددغه هېواد کرکټ بورډ تر اوسه د پارلمان دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د سري لانکا د حکومت د اپوزیسیون مشر ساجیت پریماداسا وویل دا اقدام یې "یوه تاریخي پریکړه وه او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د سري لانکا قانون جوړونکي د کرکټ د دفاع او د لوبې د بشپړتیا دپاره متحده شوي دي."

د سري لانکا د سپورت وزیر د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد کرکټ بورډ لغوه اعلان کړ خو یوه ورځ وروسته د استیناف محکمې د بورډ د دوباره فعالیت پرېکړه وکړه او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو اونیو کې د موضوع په اړه محکمه بله استماعیه غونډه وکړي.

د ای سي سي قوانین د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د لاس وهنې مخنیوی کوي او له دې وړاندې یې هم د سري لانکا غړیتوب ځنډولی دی.

فورم \ دبحث خونه