شاته

ناروې: ممکن اسرائیل په غزې باندې بمباریو کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړې وي 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت وایي چې د غزې په بمبارولو، د زرګونه فلسطینانو په وژلو او د سیمو په ورانولو سره ممکن اسرائیل نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي وي.

بارت له رویټرز خبري اژانس سره په مرکې کې وویل چې هېواد یې د ځان څخه د دفاع په برخه کې د اسرائیل ننګه کوي، خو باید نړیوالو قوانینونو ته پابندي او درناوی موجود وي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې باید د ولسي خلکو او جنګیالیو ترمنځ توپیر وشي او ډاډ ترلاسه شي چې په پوځي بریدونو کې ولسي خلکو او ملکي تاسیساتو ته له حده د زیات زیان اوښتو مخه ونیول شي.

هغه وویل: «په دې باور یو چې داسې پېښې شته چې دا تناسب او تفکیک په کې په بشپړ ډول په پام کې نیول شوي نه دي.»

اسرائيلي مقامات وايي چې په غزې کې د حماس په جنګیالیو باندې د بمبارۍ په مهال قصدآ ولسي خلک نه په نښه کوي.

فلسطیني مقامات وايي چې د اسرائیل د بمبارۍ له پيل راهېسې شاوخوا ۸۵۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ماشومان او ښځې دي.

اسرائیل وايي د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او ۲۳۹ نور یرغمل شوي دي. د اسرائيل صدر اعظم ویلي دي چې د حماس د له منځه وړلو پورې به په غزې باندې بریدونه روان وي.

ناروې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ کلونو په منځ کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ منځګړتوب وکړ، چې بیا د اسلو تړون وشو. له هماغې نېټې راهېسې ناروې له هغو ډلو سره کار کوي چې فلسطینیانو ته نړیوالې مرستې رسوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې شخړې ته باید د حل سیاسي لار ولټول شي.

نوموړي د غزې محاصرې ته په اشارې، چې اوبه، برېښنا او طبي امکانات پرې بند دي، وویل: «هغه څه چې په غزې کې یې ګورو، بشري وحشتناک ډراماتیک وضعیت دی.»

بارت وویل چې له سپوږمکۍ څخه اخیستل شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې سیمې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او زرګونه کورونه وران شوي ‌دي. نوموړي وویل چې طبي تاسیسات هم په نښه شوي چې د نړیوالو قوانیونو په اساس «څرګند مشکل ساز» دی.

نوموړي وویل: «ضرورت دی چې کلیدي مسائیلو ته ور وګرځو او فکر وکړو چې د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره باید څه وکړو.»

فورم \ دبحث خونه