شاته

آیا منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه به ایران سره د شخړې سبب شي؟

که له یوې خوا متحده ایالات زیار باسي د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپره نشي، په عین حال کې د دې جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په میشتو امریکایي ځواکونو د ډرون یا بې پیلوته الوتکو بریدونه ډیر شوي.

همدې بریدونو دا خطر زیات کړی چې ښایي په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران شخړه پیل شي.

د اکټوبر ۱۷ مې نیټې راهیسې په عراق کې د امریکا په ځواکونو لږ تر لږه ۱۴ د بې پیلوټه او توغندیو بریدونه شوي. نهه دا ډول بریدونه بیا په سوریه کې شوي.

متحده ایالات د دې بریدونو ملامتي په هغو ملیشو اچوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی او پنټاګان تیره اوونۍ په سوریه کې یو شمیر ایراني اهداف هم په هوایي بریدونو کې په نښه کړل.

سره لدې چې واشنګټن په منځني ختیځ کې کافي سرتیري او نظامي ځواک لري خو تر دې دمه یې د دې بریدونو په غبرګون کې یوازې په سوریه کې ایراني اهداف ویشتي خو اندیښنه دا ده چې که دا بریدونه دوام ومومي، په منځني ختیځ کې د یوې بلې جګړې پیدا کیدو خطر شته دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي دوشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) د دې بریدونو په ډیروالي اندیښنه څرګنده کړه او وې وی چې "ایرانۍ شبکې خپل بریدونه پداسې بڼې ډیروي چې د ناسم قضاوت یا په سیمې کې جګړې پیدا کیدو خطر پیدا کوي".

د پنټاګان دې چارواکي وړاندې وویل چې د سیمه ایزې جګړې زیان ټولو ته رسیږي او له همدې کبله مونږ د خپلو شریکانو، متحدینو سره په ګډه کار کوو تر څو خپل چمتوالی ډیر کړو او دا واضح کړو چې غواړو سیمه ایزه شخړه نه غواړو".

امریکایي چارواکو دا اندیښنه داسې مهال څرګنده کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې په امریکایي ځواکونو بریدونه د اسرائیل څخه د ملاتړ په ګډون د امریکا د "ناسمو سیاستونو" له کبله وبلل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل، "دا چې هغوی (امریکایان) وايي چې د سیمې په ځینو هېوادونو کې پرې بریدونه شوي، دا د صهیونستي رژیم څخه د بې قید او شرط ملاتړ او په سیمه کې یې د ناسمو سیاستونو په اړه عکس العمل دی او هیله لرم چې دا سیاستونه سم کړي."

کنعاني وویل ، "څه چي کرې هغه به ریبي" او له متحدو ایالتونو څخه یې وغوښتل چې د اسرائیل ملا ونه وتړي.

متحده ایالتونه ایران تورنوي چې په منځني ختيځ کې یې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونو ته زمینه برابره کړې ده. دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري دي او هڅه وي چې دغلته د داعش ډلې بیا پورته کېدو ته پرېنږدي.

که له یوې خوا په عزې د اسرئیل د ځمکني یرغل له کبله داسې اندیښنې پیدا شوي چې ښایي د لبنان حزب الله وسل ول او نورې ډلې پکې راګډې شي، تیره ورځ یو شمیر پاریدلو خلکو د روسیې په داغستان جمهوریت کې په یو هوایي ډګر یرغل وکړ او په اسرائیلو او یهودانو پسې ګرځیدل.

د دې پیښې څخه وروسته د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د خپل امنیتي ټیم سره وکتل.

د داغستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې پدې پیښې کې شل تنه ټپي شوي چې پولیس او امنیتي ځواکونه پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه