شاته

د اسرائیل ټانکونه غزې ښار ته نږدې شوي؛ ځمکنۍ جګړه پراخه شوې

عیني شاهدانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) وویل د اسرئیل ټانکونه د غزې ښار څنډو ته رسېدلي، بل لور ته د اسرائیل مقاماتو ویلي چې د حماس په خلاف په تازه بریدونو کې لسګونه وسله وال وژلي دي.

د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته، د غزې پر تړانګې د اسرئیل په روانو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې، په غزه کې د روغتیا وزارت په حواله، تر ۸۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي چې زیاتره یې ملکي خلک او تر نیمايي زیات یې ماشومان دي.

د اسرائیل د پوځ یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي دي."

د حماس وسله والو هم په شمالي غزه کې د "سختې جګړې" راپور ورکړی دی.

عیني شاهدانو فرانس پرس ته وویل، "په لسګونو" ټانکونه د غزې ښار په جنوبي څنډه کې د زیتون سیمې ته ننوتلي او د محاصره شوي غزې تړانګې له شمال څخه جنوب ته غځېدلی سړک یې بند کړی دی.

يو عیني شاهد د خپل نوم له ښودلو پرته، وویل: "دوی د صلاح الدين سړک بند کړى او پر هر هغه موټر ډزې کوي، چې پر دې لاره تېرېږي."

ویل کیږي چې زیاتره فلسطینیان په شمالي غزه کې له جګړې څخه جنوب لور ته د تېښتې دپاره له همدې سرک څخه تیریږي.

وروسته له هغه چې اسرائیل شمالي غزه د جګړې سیمه اعلان کړه، د فرانس پرس او نور خبریالان د غزې له ښار څخه وتلي دي. زیتون ښارګوټی په شمالي غزه کې د ګڼ میشتي غزې ښار په جنوب کې پروت دی، چې د جګړې له پیل وړاندې یې ۱۳۰ زره نفوس درلود.

د اسرائیل په وروستیو هوايي بریدونو کې د صلاح الدین سرک په لویدیځ کښې په لسګونو ودانۍ ړنګې شوې دي.

په دغو بریدونو کې د ښار جنوب لویدیځ د تل الحوا په سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ دنګې ودانۍ هم ویجاړې شوي او په همدې سیمه کې د روغتیا د مسئولینو په وینا، د ترکیې لخوا تمویل شوي د سرطان د درملنې یو روغتون ته زیان رسېدلی دی.

د هوايي بریدونو پراختیا

سرائیل له وړاندې د حماس په خلاف د خپلو عملیاتو په لړ کې، د غزې ښار په شمول د شمالي غزې ۱.۱ میلیون اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د تړانګې جنوبي خوا ته کډه وکړي.

که څه هم ګڼ شمېر فلسطینیان په وروستیو اونیو کې له سیمې وتلي، خو په لسګونه زره نور، باور کیږي چې، لا هم په شمالي غزه کې پاتې دي.

اسرئیل د جمعې د ورځې راهیسې په غزه کې ځمکني عملیات پیل کړل. دا عملیات د حماس د اکتوبر اوومې د ناڅاپي برید په غبرګون کې پیل شوي چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان پکې ووژل شول او زیاتره یې ملکي خلک وو.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د تیرې شپي په عملیاتو کې یې "په لسګونو" هغه وسله وال وژلي چې "ځانونه یې ودانیو او تونلونو کې ځای پر ځای کړي وو او هڅه یې کوله چې پر عسکرو برید وکړي."

پوځ ویلي چې "د وسلو ډیپوګانې، د ټانک ضد توغندیو ویشتلو لسګونه ځایونه، او د حماس پټنځایونه" په نښه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه