شاته

پاکستان کې د اسلام پالو ګوندونو پلویانو د اسرائیل ضد لاریونونه کړي

په پاکستان کې د جماعت اسلامي ګوند زرګونو پلویانو یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) په پایتخت اسلام آباد کې په غزې کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل بمباریو پر ضد لاریون وکړ او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.

دې لاریون کوونکو چې غوښتل یې د آبپاره څلور لاري څخه د متحده ایالاتو د سفارت پورې لاریون وکړي، په امریکا یې تور ولګاوه چې د "تیري کوونکي" ملاتړ کوي.

خو د امنیتي ځواکونو د جدي اقدام له کبله مظاهره چیان اړ شول چې د اسلام آباد هغې سیمې ولاړ نشي چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ پکې دي او یوازې یې د ښار په لارو کوڅو کې لاریون وکړ.

پولیسو همدارنګه تیره شپه د دې مظاهره چیانو خیمې ړنګې کړلې او د جماعت اسلامي سیمه ایزو مشرانو په ګډون یې لسګونه پلویان ونیول او بندیان یې کړل.

د جماعت اسلامي ګوند همدې مظاهرو له کبله په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت امریکایي اتباعو ته لارښوونه کړې وه چې د یکشنبې په ورځ په ښار او شاوخوا سیمو کې د ضروت پرته ګرځیدل راګرځیدل ونکړي.

سفارت همدرانګه د امریکایي اتباعو څخه غوښتي و چې په غټو غونډو کې دې ګډون نکوي او که چیرته ناڅاپه په کومې مظاهرې یا غټې غونډې په شاوخوا کې ګیر راځي، باید لازم تدابیر ونیسي.

په لاریون کې میرمنو او ماشومانو هم برخه اخیستې وه.

هغوي د ځان سره داسې لوحې هم لیږدولې چې د فلسطینیانو په پلوۍ او اسرائیل او امریکا ضد شعارونه پرې لیکل شوي و.

د لاریون یو تن ګډونکي چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي په اسلامي هیوادونو انتقاد وکړ چې غزې تړانګې ته یې یوازې دارو درمل او مرستندویه مواد لیږلي دي.

دې لاریون کوونکي د اسلامي هیوادونو په مشرانو غږ وکړ د "امریکا د غلامۍ پر ځای، په الله ج اتکا وکړي او د غزې لپاره غږ پورته کړي".

د اسلام آباد تر څنګ د جماعت علمای اسلام په نامه بل سیاسي ګوند بیا د کوټې په ښار کې د فلسطین په پلوۍ لاریون وکړ او د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د غزې د خلکو سره خپل ملاتړ څرګنند کړ.

فورم \ دبحث خونه