شاته

پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د "عورت مارچ" لاریونونه

د عورت مارچ په نامه د میرمنو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم ۷) د پاکستان د لاهور، اسلام آباد، کراچۍ، لاهور او ملتان په ښارونو کې د پاکستان د حکومت هغې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړلې چې له مخې یې پدې هیواد کې میشت غیر قانوني افغان کډوال ایستل کیږي.

د پاکستان د حکومت د پلان له مخې پدې هیواد کې د څه باندې یو ملیون افغان کډوالو په ګډون هغه کسان چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري، د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړل شوی چې پخپله خوښه لدې هیواده ووځي او که نه وبه نیول شي.

لاریون کوونکو ویل چې په زور د افغانانو شړل به هغوي د جدي خطراتو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو ادارې هم خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د څه باندې یو میلیون "بې اسنادو" بهرنیو اتباعو د اخراج د پلان عملي کول د بشري حقونو ناورین لامل کېدای شي.

د پاکستان دې پریکړې له مخې به هغه څه باندې ۱.۷ ملیون افغان کډوال د پاکستان څخه وایستل شي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا پالیسي په ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې قانوني اسناد ورسره شته او د کالونو راپدیخوا پدې هیواد کې پراته دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا پریکړه "غیر انساني" بللې او د بشري حقونو نړیوالو ډلو هم د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې پدې پریکړې بیا غور وکړي.

په پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمیر په دقیقه توګه ندی معلوم خو پاکستاني چارواکي وایي د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، شاوخوا ۷ سوه زره افغانان دې هیواد ته ورکډه شوي.

سره لدې چې په افغانستان کې طالب چارواکو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل وځنډوي او دا کار یې نه منل کیدونکی بللی خو په عین وخت کې هغوي دې کډوالو ته په سرحدي سیمو کې سرپناوې جوړې کړي او د بیرته ستنو شویو کډوالو سره د روغتیا، خوراکي موادو تر څنګ مالي مرستې هم کوي.

فورم \ دبحث خونه