شاته

داغستان کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې په هوایي ډګر یرغل کړی چې اسرائیلو پسې ګرځیدل

د روسیې د داغستان په جمهوریت کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) وروسته تر هغه په هوایي ډګر یرغل وکړ او دننه ورغلل چې اوازه خپره شوه د اسرائیل څخه یوه الوتکه دې هوایي ډګر کې ښکته شوې.

عیني شاهدانو ویلي چې پاریدلي خلک د اسرائلیانو او یهودانو پسې ګرځیدل.

داغستان د روسیې جمهوریت دی چې ډیری اوسیدونکي یې مسلمانان دي.

د پیښې څخه وروسته اسرائیل له روسیې څخه وغوښتل چې پدې هیواد او تر واک لاندې سیمو کې د اسرائیل اتباع خوندي کړي او متحده ایالاتو بیا دا پیښه غندلې او هغه یې د یهودانو ضد کړنه بللې.

په عین حال کې د داغستان والي ژمنه کړې چې ټول هغه کسان به مسؤل وبلل شي او سزا به ورکړل شي چې پدې پیښه کې یې لاس درلود.

یو شمیر ویډیوګانې چې د روسیې د RT په تلویزیون او ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې لسګونه مظاهره چیان پډاسې حال کې د موانعو او دروازو څخه هوایي ډګر ته ننوزي چې د "الله اکبر" نعرې وهي.

په ویډیوګانې کې ښودل کیږي چې ځیني مظاهره چیان آن د هوایي ډګر تر هغې سیمې ځانونه رسولي و چې الوتکه پکې کښیني.

په یوې ویډیو کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې د هوايي ډګر څخه د باندې لسګونه پاریدلي خلک پکې لیدل کیږي چې موټر دروي او پکې د ناستو کسانو څخه پوښتنې کوي.


په یوې بلې ویډیو کې یو مظاهره چي د یوې لوحې سره ولاړ دی چې پکې لیکل شوي، "په داغستان کې د ماشومانو وژونکو ته هیڅ ځای نشته".

د پیښې څخه وروسته د روسیې هوایي چلند ادارې اعلان وکړ چې هوایي ډګر یې د راتلونکو او تلونکو پروازونو لپاره تړلی او دا چې هوایي ډګر ته یې نور امنیتي ځواکونه هم استولي دي.


د داغستان عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په پیښه کې ځیني کسان ژوبل شوي هم دي خو پدې هکله یې جزیات ندي ورکړي چې ژوبل شوي کسان امنیتي ځواکونه، مسافر او که مظاهره چیان دي او نه یې هم د ژوبلو شویو کسانو د شمیر په هکله څه ویلي دي.

چارواکو ویلي چې هوایي ډګر به د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۶ مې نیټې پورې تړلی وي.

یو ویب سایټ چې په نړۍ کې د الوتکو پروازونو په هکله معلومات راټولوي، ویلي چې یوه الوتکه د اسرائیل څخه دې هوایي ډګر ته رسیدلې وه خو د روسیې چارواکو بیا ویلي چې الوتکې بل ځای ته پرواز درلود او د دوو ساعتونو دمې لپاره د داغستان په هوایي ډګر کې ناسته وه.

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د دفتر لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د روسیې څخه تمه لري چې "د اسرائیل ټول اتباع او یهودان خوندي وساتي او ټولو هغو بلواګرو پر ضد جدي اقدام وکړي چې د یهودو او اسرائیلي اتباعو پر ضد خلک تشدد ته پاروي".
په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاندې ادرین واټسن د اکس په ټولنیزې شبکې ویلي چې د روسیې د داغستان په جمهوریت کې د یهودانو ضد دا کړنه په سختو ټکو غندي.

فورم \ دبحث خونه