شاته

هرات کې د خیمو کمښت؛ 'ژر به زلزله ځپلو ته زرګونه خیمې ورسیږي'

په داسې حال کې چې هرات کې د څو پرله پسې زلزلزلو وروسته زلزله ځپلي د خیمو د کمښت سره مخ دي، د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)وايي، چې ډیر ژر به پاکستان او اوزبیکستان کې ددغې کمیشنرۍ د ګودامونو څخه زرګونه خیمې هرات ته انتقال شي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۹( لړم اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د مرستې رسونې د ادارو او سوداګرو غوښتي، چې دغه ولایت خلکو ته دې د مرستې په ډول او یا هم په بازار کې خرڅلاو لپاره خیمې برابرې کړي.

احمدالله متقي په هرات کي له زلزله ځپلو سره د مرستي کميسيون عاجلې غوښتنې ترنامه لاندې په یو ویډیوي وینا کې ویلي چې د هرات په ښار کې د خیمو قلت دی او خیمو ته زیاته اړتیا ده.

ښاغلي متقي ویلي: " دا چې د هرات ښار کې د خیمو کمبود دی د ټولو سوداګرو څخه همداراز د خیریه ټولنو څخه هغه څوک چې مرسته کوي له هغوی څخه مو غوښتنه داده، چې هرات ښار ته خیمې ورسوي که د سوداګرۍ په نیت وي هم یې مو ورڅخه اخلواو که خلکو سره مرسته کوی هم دې خپل مسوولیت ترسره کړي".

ښاغلي متقي یوې غونډې ته هم په وینا کې ویلي، چې خیمو ته اړتیا نه یوازې د زنده جان، انجیل او نورو زلزله ځپلو ولسوالیو کې زیاته ده، بلکې د هرات په ښار کې هم د زلزلو له امله اکثرو کورونو ته زیان رسیدلی او خلک د اوسیدلو لپاره خیمواړتیا لري.

ښاغلي متقي وویل:" په هرات ښار کې نه د سوداګرو سره او نه هم د خیریه موسسو سره خیمې شته دی".

په عین وخت کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰( لړم اتم) په خپله پاڼه لیکلي چې د زلزله ځپلو لپاره په زرګونو نورې بیړنۍ خیمې د ژمي لپاره، په ازبکستان او پاکستان کې ددغې کمیشنرۍ له ګودامونو څخه هرات ته استول کیږي

همداشان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د خپل کار د پراخولو او زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره دغې ادارې سره د نړیوالې ټولنې څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو د وینا له مخې د هرات ولایت کې د دریو سترو زلزلواود زلزلو د پرله پسې ټکانونو وروسته ددغه ښار اکثره اوسیدونکي د احتمالي زلزلو د پیښیدو د اندیښنو له امله په خپلو کورونو کې د اوسیدلو پرځای له کورونو بهر په خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم( تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره د تیرې شنبې تر شپې پورې شاوخوا شل د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

د هرات ولایت د حوزوي روغتونو ډاکټرانو خبریالانو ته ویلي، چې د زلزلې د وروستي ټکان وروسته دغه روغتون ته ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د ملګروملتونو د انکشاف پروګرام د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له درې زره ۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲ زره او ۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶ زره ۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګروملتونو د انکشاف پروګرام ویلي:" له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه او له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي. هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي".

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د هرات ولایت د زلزلو د اغیزو په اړه په یو وروستي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۹( لړم شپږم) یې خپور کړی ویلي، چې د هرات په ولایت کې ټول ۳۹۴ کلي، چې په وروستیو ژلزلو کې زیانمن شوي وو ارزول شوي دي او د اوه زره او ۳۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوي دي.

اوچا ویلي:" یو سل او درې زرو کسانو ته خواړه برابر شوي، ۴۳ زرو کسانو ته د پناه ځایونو په برخه کې ملاتړ برابر شوی او زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو د برابرولو ژمنه هم شوې ده، د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو وګړو د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده".

اوچا ویلي، چې په دغو زلزلو کې په زلزله ځپلو سمیو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون ۲۱ زره او ۳۰۰ ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې په هرات ولایت کې د پرله پسې زلزلو وروسته کورنۍ په ازاده فضا کې په موقتي پناه ځایونو کې اویا هم د اوسیدانې په غیر رسمي ځایونو کې اوسیږي چې د سړې هوا، روغتیا اونوروخطرونو سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه