شاته

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو شړل وځنډوي 

د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د څه باندې یو میلیون "بې اسنادو" بهرنیو اتباعو د اخراج د پلان عملي کول د بشري حقونو ناورین لامل کېدای شي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې له پاکستاني مقاماتو څخه د بې سنده بهرنیانو د ایستلو د پلان د ځنډولو غوښتنه کړې چې افغانستان ته د ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د اجباري ستنولو ټاکل شوې نېټه، چې د نومبر لومړۍ ده، نژدې شوې ده.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې روینا شمداساني وویل: "موږ ډیر اندیښمن یو چې شړل شوي (اخراج کېدونکي) د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي."

هغې وویل، ښځې په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي ځکه چې په حقیقت کې طالب واکمنانو "هڅه کړې چې دوی په ټولنه کې منزوي کړي- د کار ځای، ښوونځیو او حتی عامه پارکونو ته له تګ څخه یې په بشپړه توګه محرومې کړي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، UNHCR، راپور ورکوي چې پاکستان اوس مهال د ۳.۷ میلیون افغان کډوالو کوربه دی چې ۷۰۰زره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه تښتیدلي دي. دوی ادعا کوي چې د طالبانو په حاکمیت کې یې ژوند په خطر کې دی.

پاکستان وايي هغه افغانان چې د مهاجرو په توګه راجستر شوي د ایستلو له ګواښ سره نه دي مخامخ. دوی وايي، د تابعیت په پام کې نیولو پرته یوازې هغه کسان به بیرته وشړل شي چې په ناقانونه توګه په دې هېواد کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان راپور ورکوي چې د اکتوبر له درېیمې راهیسې نږدې ۶۰ زره افغانان بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه ادارې وايي چې افغانستان ته د ستنو شویو کسانو ۷۸ سلنه له پاکستان څځه د وتلو لامل د نیول کېدو وېره بولي.

د UNHCR ویاند، میتیو سالټمارش وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ټولو زیان منونکو افغانانو خوندیتوب روان وساتي، چې په دې هیواد کې د خوندیتوب په لټه کې دي او که بیرته ستنیدلو ته اړ ایستل شي له خطر سره مخ کیدی شي."

هغه وویل: "د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري د پاکستان لخوا د راجستر شويو کډوالو او نورو زیان منونکو افغانانو د دې کټګورۍ څخه د ایستلو لپاره د اعلان ستاینه کوي." هغه وویل چې افغانستان د بشري حقونو د سختو حالاتو سره په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د سخت بشري بحران سره مخ دی.

د ښځو او نجونو تر څنګ، نور په ځانګړي ډول د مدني ټولنې فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي هم د ورته خطر سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه