شاته

اروپايي ټولنه له پاکستان څخه شړل کېدونکو افغانانو سره ۱۵ میلیون ایرو مرسته کوي

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د ایستلو لپاره ټاکل شوې نیټې ته یوازې درې ورځې پاتې اروپايي ټولنې وطن ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدو د بهیر سره ۱۵ میلیون ایرو د مرستې اعلان کړی دی.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د شنبې په ورځ اکتوبر۲۸ (لړم شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دا ټولنه د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) سره په ګډه غواړي، چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ستنیدونکي کډوال وطن ته د ستنیدو پر مهال د مصونیت احساس وکړي.

اروپايي ټولنې ویلي: "اروپايي ټولنې وطن ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدو بهیر ته ۱۵ میلیون ایرو مرسته ځانګړې کړې ده. د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) سره په ګډه مونږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړوچې ستنیدونکي د ستنیدو پر مهال د مصونیت احساس وکړي او ستنیدونکي د ستنیدو پرمهال خپلو مینو کې اړین ملاتړ ته لاس رسی ولري".

د اکتوبر په لومړیو کې چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني انسادو نلرونکو ۱.۴ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پریکړه اعلان کړې دا لومړی ځل دی، چې د ملګروملتونو له لارې وطن ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د بهیر سره مرسته شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په جبري ډول ستنیدونکو افغان کډوالو د چارو د تنظیم لپاره ټاکل شوي عالي کمیسیون تیره ورځ په خپله لومړۍ غونډه د جبري ستنیدونکو افغان کډوالو په مسله خبرې کړي دي.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹( لړم اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ دغه کمیسیون د شنبې په ورځ له بهرنیو هیوادونو څخه په اجباري توګه د ستنیدونکو کډوالوپه ستونزو خبرې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په دغې ناستې کې د بیلابیلو کمیټو د فعالیتونو ساحه تعیین او هره کمیټه موظفه شوه تر څو خپلې اړوندې چارې په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي."

دغه راز په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په غونډه کې له را ستنیدونکو کډوالو سره د طالبانو د حکومت د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم پریکړې شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پاکستان د حکومت له خوا ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د شړلو د پریکړې وروسته افغانستان ته ددغو کډوالو د ستنیدولو د چارو د تنظیم لپاره د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د حکومت د بیلابیلو وزارتونو ۳۱ کسیز کمیسون وټاکه.

د روانې اکتوبر د میاشتې په سر کې اسلام اباد سلګونو زره مهاجرینو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې د پای ته رسیدلو وروسته به په زور به وشړل شي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ساتلو لپاره به د کډوالو "د ساتلو مرکزونه" پرانیزي.

ښاغلي بګټي وویل: "دا مرکزونه ددې د پاره پرانیستل کیږي چې غیر قانوني کډوال پکې وساتل شي."

بګټي په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه: "هغوی ته به طبي اسانتیاوې او خواړه ورکول کیږي. د ماشومانو، ښځو او لویانو سره به په درناوي چلند وشي. خو په عین حال کې، د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به موږ د غیرقانوني مهاجرینو سره جوړجاړی ونه کړو."

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند فیروز جمال هم ویلي چې تر ټاکلې نیټې پورې به په دغه ایالت کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، درې دا ډول مرکزونه پرانیستل شي. د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه د اوسیدو قانوني اسنادو پرته بهرني اوسیدونکي اوسیږي، چې ۱.۴ میلیون یې افغانان دي.

اټکل کیږي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، په سلګونو زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي چې ډیری یې په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.

د پاکستان پولیسو او نورو مقاماتو ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې د هغو کډوالو نیول پیل کړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. پاکستاني مقاماتو د خپل دغه اقدام لامل په جرمونو کې زیاتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د کډوالۍ کمزوري مقرراتو د دغه هېواد پر اقتصادي سرچینو بده اغېزه کړې ده.

خو په پاکستان کې میشت افغانان وايي پولیس د کډوالۍ قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیسي او د پیسو په بدل کې یې خوشې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبرداری هم ورکړی چې د جعلي اسنادو لرونکو افغانانو ته به "سزا" ورکوي او له هغو پاکستانیانو سره به "سخت چلند" کیږي چې بې اسنادو افغانانو ته پناه ورکوي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تیره یوه اونۍ کې شاوخوا اته زره افغان کډوال د چمن – سپین بولدک د سرحدي لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې درې سوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې اوه زره او ۸۰۰ تنو ته رسیده د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول افغانستان شړل شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې همداشان ۱۱۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان و له بند څخه د خوشې کیدو وروسته د چمن – سپین بولدک د لارې افغانستان شړل شوي دي.

پاکستان دا پریکړه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان په اکثرو برخو کې هوا مخ په سړیدو ده اودا هیواد دریو پرله پسې وچکالۍ تر اغیزو لاندې دی.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی بیکاري زیاته شوې او افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم ډیرې کمې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه