شاته

په هند کې د مسیحیانو د دوعا په مذهبي مراسمو چاودنه شوې

د هند د کېرالا په ایالت کې پولیس وايي چې بندري ښار کوچي ته نژدې د «کالاماسري» په نوم یو مرکز کې د مسیحیانو د دوعا په مذهبي مراسمو کې چاودنه شوې، یو تن وژل شوی او ۳۶ نور ژوبل دی.

مقامات وايي چې د «یهوه ګواهان» په نوم د مسیحیانو د یوې ډلې څه باندې ۲۰۰۰ غړي په دغو دریو ورځنیو مراسمو کې د دوعا لپاره راټول شوي وو. فرانس پرس د يو پولیس مقام له خولې لیکلي دي چې په چاودنه کې زخمي شوي خلک روغتون ته انتقال کړل شوي دي او «موږ به معلومو چې د دې تر شا څوک دي او سخت اقدام به وکړو... ابتدايي تحقیقات ښيي چې دا یو چاودېدونکي توکي» وو. چاودنه د یکشنبې په ورځ اکتوبر۲۹ (لړم اوومه) شوې ده.

د هند «پي ټي آی» په نوم رسنۍ خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه درې چاودنې شوې دي.

په هند کې د وروستۍ احصایې په اساس دا هېواد ۱.۴ میلیارد نفوس لري چې نژدې دوه فیصده یې مسیحیان دي. د راپورونه په اساس، په هند کې د «یهوه ګواهان» شاوخوا ۶۰زره لارویان دي.

دوی یو غورځنګ دي چې انجیل په لاس کور په کور ګرځي، خلک خپل دین ته رابولي او په دې باور دي، چې دنیا په ختمېدو ده او ژر به په ځمکې باندې د «خدای پاچاهي» حاکمه شي.

د هند د کېرالا په ایالت کې دا چاودنه داسې مهال شوې ده، چې دغلته وار د مخه د مذهبي تشدد ځینې پېښې شوې وې. دا ایالت ۳۱ میلیون نفوس لري چې ۲۶ سلنه یې مسلمانان دي.

تر دغې چاودنې یوه ورځ مخکې په دغه ایالت کې د فلسطینیانو په پلوۍ یوې غونډې کې د حماس ډلې د پخواني مشر خالد مشعل ثبت شوې خبرې واورول شوې، داسې کومې نښې نښانې نه لیدل کېږي، چې د دغې غونډې او چاودنې ترمنځ دې کومه اړیکه وي.

فورم \ دبحث خونه