شاته

د صربستان پولیسو د څلورو افغانانو په ګډون شپږ تنه د وسلو لرلو په تور نیولي

د صربستان پولیسو ویلي، د هنګري پولې ته څېرمه د کډوالو له ډزو وروسته چې درې تنه په کې ووژل شول او یو تن ټپي شو، د څلورو افغانانو په ګډون یې شپږ کسان نیولي دي.

د صربستان پولیسو د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) ناوخته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د افغانستان څلور اتباع او دوه ترکان شامل دي. د پولیسو په وینا، د افغانستان او ترکیې دغه اتباع د ناقانونه وسلو او چاودېدونکو توکو د لېږد په شک نیول شوي دي.

خو دا لا معلومه نه ده چې ایا دغه نیول شوي کسان به د صربستان او هنګري تر منځ پولې ته څېرمه د مرګوني ډزو په کولو تورن شي او که نه.

د جمعې په سهار د صربستان په خودمختاره ولایت 'وویودینا' کې د هورګوس کلي ته څېرمه په یو شاړ ګودام کې د مهاجرو ډلو ترمنځ یوه مشکوکه شخړه رامنځ ته شوه.

له دغې نښتې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړه او دوه ميله اټومات ټوپک او يوه اندازه مهمات يې ترلاسه کړل. د صربستان پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ مهاجر موندلي او هغوی یې [د مهاجرو] د 'هرګلي' مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د صربستان او هنګري تر منځ په پوله کې تاوتریخوالی او وسله والې نښتې اوس معمول دي، چیرته چې زرګونه کډوال اروپایی اتحادیې ته د تیریدو لپاره له قاچاقبرانو څخه مرسته غواړي.

په دې وروستيو مياشتو کې د صربستان پوليسو په سرحدي سيمو کې ګڼ شمېر عمليات کړي او شکمن قاچاقبران يې نيولي او وسلې يې هم کشف او ضبط کړي دي. په همدې حال کې د صربستان دولتي تلویزیون 'ار ټی اس' راپور ورکړی چې د دې هیواد ولسمشر الکساندر ووچیچ د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې له ستونزې سره مبارزه وکړي.

د صربستان - هنګري سرحدي سیمه لویدیځې اروپا ته د بالکان له لارې د مهاجرت لار ده چې د ترکیې څځه یونان او بلغاریا او بیا شمالي مقدونیه، صربستان او بوسنیا ته غځیږي.

د هنګري اوسنی حکومت په جدي توګه د مهاجرینو د منلو مخالف دی. دغه هیواد له صربستان سره په خپله پوله اغزن تارونه لګولي دي ترڅو د مهاجرو د ننوتلو مخه ونیسي.

خو بیا هم په سرحدي سیمو کې د انسانانو د قاچاق ډلې زیاتې شوي او په ډیرو مواردو کې دوی په سیمه کې د خپل کنټرول د زیاتولو لپاره یو له بل سره نښتې کوي.

فورم \ دبحث خونه