شاته

د اسرائیل پوځ وايي په غزې کې یې ځمکني عملیات کړي

د اسرائيل دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل چې ټانګونو او پلیو ځواکونو یې د غزې په تړانګه کې د ترهګرو «څو ځایونه، تاسیسات او پوستې په نښه کړي» چې په خبره یې ترې ټانګ ضد میزایل توغول کېدل.

اسرائیل وايي له ځمکنيو عملیاتو وروسته یې ځواکونه بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي او عسکرو ته کوم یې زیان رسېدلی نه دی.

تر دې دمه په دغو عملیاتو کې فلسطینیانو ته د تلفاتو په اړه څه ویل شوي نه دي.

د اسرائيل مقاماتو همدغه راز ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې باندې ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي او تونلونه،‌ تاسیسات او د راکټونو د توغولو ځایونه یې وېشتلي دي. دا راپورونه په خپلواک ډول تائید شوي نه دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې دا ځمکني عملیات د نورو عملیاتو پیل وو. اسرائیل وايي غواړي ډاډه شي چې حماس بیا د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر د بریدونو توان ونلري، په دغو بریدونو کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثر ملکیان دي.

اسرائيل له شاوخوا دریو اوونیو راهېسې په غزې باندې هوايي بریدونه کول او د ځمکنیو بریدونو د چمتوالي اعلان یې کړی و او وايي چې د غزې سره په سرحد کې یې نژدې ۳۰۰زره احتیاطي ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالنت ویلي دي چې هېواد یې نغواړي دا جګړه له غزې څخه د باندې خپره شي، سره له دې چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې په ضد جګړې د چمتوالي خبره یې هم کړې ده.

یو امریکایي سناتور بن کاردن، چې تازه اسرائیل ته تللی، ویلي دي چې د اسرائیل مشران باید پرېکړه وکړي چې کله په غزې باندې ځمکني عملیات پیلوي. نوموړي امریکا غږ ته وویل: «موږ د عملیاتو د ځنډ غوښتنه نه ده کړې، هره ورځ فکر کوو چې نن، یا د شپې او یا به یې سبا ورځ وي.»

په همدې حال کې ۱.۴ میلیون خلک په غزې کې بې ځایه شوي دي او نژدې ۶۲۹زره نور د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې ځای په ځای شوي دي.

عرب مشرانو نن په رسمي ډول د اوربند او غزې ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه. اسرائيل غزه محاصره کړې او اوسېدونکي له اوبو، غذا او درملو له کموالي سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه