شاته

پاپ او اردوغان د دوو دولتونو - اسرائیل او فلسطین - په حل لاره ټینګار وکړ

د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې په اړه ټیلیفوني‌خبرې وکړې او د دوو دولتونو (اسرائیل او فلسطین) د حل لارې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د واتیکان لخوا نن پنجشبې، اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) په يوې اعلامیې کې ویل شوي، چې پدغه ټیلیفوني‌ خبرو اترو کې چې د ولسمشر اردوغان لخوا یې غوښتنه شوې وه په "سپیڅلي ځمکه" کې روان کړکیچن وضعیت ته د رسیدګۍ په اړه بحث وشو.

اعلامیې کې راغلي: "د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر پاپ‌ په خواشینۍ سره د هغه څه په اړه چې پیښیږي.... هیله څرګنده کړه چې د دوو دولتونو (اسرائیل او فلسطین) په حل لارې سره ... بیت المقدس ښار به ځانګړی مقام ترلاسه کړي."

د اکتوبر په اوومه، د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د حماس ډلۍ پدغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل او ۲۲۲ تنه یرغمل کړل.

د حماس ډلې ددغه برید پر وړاندې، اسرائیل په غچ اخیستونکي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې سخت هوایی او راکټي بریدونه پیل کړی دی. د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په ولکه کې ده، ویلي، په دغو بریدونو کې تر ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلی،‌ چې ولسمشر اردوغان د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر پاپ‌ سره په دغه ټیلیفوني خبرو اترو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د هغه په اند پر غزې د اسرائیل برید"د ډله ییزې وژنې کچې ته رسېدلی دی".

خبرپاڼه د اردوغان په حواله لیکلي،‌ چې د روان کړکیچ په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د انسانیت لپاره شرم دی.

د ترکیې د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د سولې ټینګښت یوازې د یو خپلواک فلسطیني دولت په رامنځته کېدو سره شونې دی.

فورم \ دبحث خونه