شاته

د حماس پوځي څانګه: د اسرائیل په هوايي بریدونو کې نږدې پنځوس یرغمل شوي اسرائیلیان وژل شوي

د حماس ډلې پوځي څانګې د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) وویل،‌ چې نږدې ۵۰ اسرائیلي یرغمل شوي کسان چې د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې د دغې ډلې له برید وروسته په غزه کې ساتل کېدل، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

دغې ډلې د ټلګرام ټولنیزې شبکې له لارې په یو پیغام کې ویلي: "د القسام لواګانې (حماس پوځي څانګې) د اټکل له مخې، په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو د بریدونو او وژنو له امله، پنځوس تنه یرغمل شوي صهیونیسټان وژل شوي دي."

خو د حماس د پوځي ډلې دغه ادعا تر اوسه په رسمي توګه نه ده تائید شوې.

د اکتوبر په اوومه، د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د حماس ډلې پدغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل او ۲۲۴ تنه یرغمل کړل.

د حماس ددغه برید پر وړاندې، اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې په تړانګه کې سخت هوایی او راکټي بریدونه پیل کړی دی. د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په کنترول کې دی ویلي، په دغو بریدونو کې تر ۷۰۰۰ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د حماس ډلې لخوا د یرغمل شويو کسانو په اړه د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هګاري خبریالانو ته وویل: "موږ د ۲۲۴یرغمل شویو کورنیو ته خبر ورکړی دی. د معلوماتو پر بنسټ دا شمېره بدلېږي."

هغه زیاته کړه: "دا شمېر به بدلون ومومي، ځکه د یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنولو هڅه زموږ له لومړیتوبونو څخه دی."

بلخوا د حماس‌ ډلې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې، یواځې څلور یرغمل شوي کسان خوشي کړي دي.

د اسرائیل د حکومت د ارقامو او شمېرو له مخې چې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي، لږترلږه نیمایي یرغمل شوي بهرني اتباع دي یا دوه ګونی تابعیت لري.

حماس تر دې مخکې ګواښ کړی و، چې که اسرائیل له مخکنې خبرتیا پرته پر ملکي وګړو برید وکړي، د هر برید په وړاندې به یو یرغمل ووژني.

فورم \ دبحث خونه