شاته

د کابل په دشت برچي سیمه کې چادونې مرګ ژوبله اړولې

د ځینو راپورونو له مخې، نن ماښام د اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) د کابل ښار د دشت برچي د 'پل خشک' په سیمه کې یوه چادونه رامنځته شوه.

د عیني شاهدانو په وینا،‌ چادونه په یو ورزشي کلب کې دننه پداسې حال کې شوې، چې لسګونه ځوانان په دغه کلب کې په تمرینونو بوخت وو.

طالبانو د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو په دشت برچي کې د عالمي روغتون سرچينې، دغه روغتون ته د دوو مړو او لسو ټپيانو د لېږد پخلی کړیدى.

همداراز ددغې چاودنې څرنګوالى معلوم نه دی او د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ په ګډون د طالبانو سيمه ييزو مقاماتو ددغې پيښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو د پېښې له سیمې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپاره کړي، چې پکې د یوې ودانۍ په دویم پوړ کې د چاودنې او اور لګېدل ښکاره کېږي.

دشت برچي چې د کابل ښار په لوېديځ کې شیعه ګڼ مېشته سيمه ده، په تېرو دوو کلونو کې پکې یو شمېر چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنید وروسته، طالب چارواکو تل د ټولیز امنیت د ټینګښت خبره کړې ده، خو په څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د وژونکو بریدونو شاهدان دي.

تر اوسه په دشت برچي کې د نننۍ چاودنې مسولیت کوم کس او یا ډلې ندی منلی، خو د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

دغه ډله له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسووله ده. همداراز، دغې ډلې پر سني مسلمانانو هم مرګونې بریدونه کړي دي.

داعش ترهګرې ډلې نه یوازې دا چې دغه قومي او مذهبي لږکۍ په جوماتونو، روغتونونو، ښوونځیو، مظاهرو او نورو عامه ځایونو کې په نښه کړي، بلکې د دې خونړیو بریدونو پړه یې هم له کوم دلیل او توجیه پرته په غاړه اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه