شاته

قطر اته تنه هندي اتباع په اعدام محکوم کړل

د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۶ (لړم ۴مه) وویل، چې قطر د دغه هېواد اته تنه اتباع چې د رسنیو د راپورونو له مخې د هند د سمندري ځواکونو لوړ رتبه متقاعد افسران دي، د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دوی به "د قطري چارواکو سره دغه حکم تعقیب کړي" او همدارنګه په اعدام د محکوم شوي هندي اتباعو لپاره به بشپړه توګه د "قونسلي او حقوقي"خدماتو زمینه برابره کړي.

په اعلامیې کې راغلي: "زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې، د قطر ابتدائیه محکمې نن د الظاهره شرکت د اتو هندي کارکوونکو پر وړاندې د اعدام حکم صادر کړ."

اعلامیه زیاتوي:"موږ اتو هندي اتباعو ته د اعدام د حکم د اورولو څخه هیښ شوي یوو او په دې اړه د تفصیلي قضاوت په تمه یوو. "

الظاهره په فارس خلیج کې میشته شرکت دی، چې د دغه شرکت د ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، هوايي، امنیتي او دفاعي برخو کې د سلا مشورې خدمات وړاندې کوي.

قطري چارواکو لا تر اوسه دغو اتو هندي اتباعو ته د اعدام د حکم په اړه څه نه دي ویلي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همداراز ویل شوي،‌ چې د دې قضیې د محرمیت له امله، په دې پړاو کې نوره تبصره مناسبه نه بریښي،‌خو پر ټولو قانوني لارو به غور کیږي.

بلخوا،‌ یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو څو تنه پخواني متقاعد افسران په هغو محکومینو کې شامل دي، چې د ۲۰۲۲ په اګست کې په دوحه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

فورم \ دبحث خونه