شاته

د کالیفورنیا زده کوونکې له افغان نجونو سره په تعلیم کې مرسته کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د یوې لېسې زده کوونکې د طالبانو تر حاکمیت لاندې یو شمېر افغان نجونو ته د زده کړو د امکاناتو برابرولو لپاره په مجازي [انلاین] ډول درسي مواد او همدغه راز نقدي مرستې برابروي.

د دغه ایالت د سن دییګو د تاریخ استاد تیموتي سټیفن وویل چې د کرست کنیون په اکاډمۍ کې یې زده کوونکیو له هغه وروسته دا هڅه پیل کړه چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه.

سټیفن وویل: «کله چې تر بل هر وخت اوس نجونو مرستو ته ضرورت درلوده، زما شاکردانو وویل چې راځئ په همدې باندې تمرکز وکړو او هر څه مو چې له وس پوره وي، ویې کړو، چې هغوی خپلې زده کړې روانې وساتي او یا تحصیلات پای ته ورسوي.»

دا زده کوونکې د کالیفورنیا په وخت ماښام، چې افغانستان کې سهار وي، انلاین زده کړې پیلوي. یوې زده کوونکې هوا خسرو وویل، چې یو مضمون جغرافیه ده چې په افغانستان کې یې نجونو ته تدریسوي.

افغان زده کوونکي په پټه د زده کړو په دغه انلاین ټولګیو کې برخه اخلي، نومونه یې نه ښکاري او څېرې یې هم پتې وې چې طالبان یې ونه پېژني او ویې نه نیسي.

یوې افغانې زده کوونکې وویل: «کله چې طالبان مسلط شول، موږ ته یې وویل ښوونځیو ته به نه ځئ او موږ بیا نه ولاړو، خو ځینې زده کوونکې ولاړې او طالبانو سزا ورکړه.»

د دغه انلاین تعلیمي مرکز استاد وايي چې له دغو انلاین زده کړو څخه به لاس وانخلي. هغه د خپل نوم له ښودلو پرته وویل: «زه په دې باور یم که تاسو خپله دنده په ښه شکل مخې ته یوسئ، اینده مو په خپله جوړېږي.»

یوې بلې افغان زده کوونکې وویل: «یوه ورځ به د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولاړه شم، طب به ووایم چې د سرطان ناروغیو متخصصه شم.»

د سین دییکو په ښار کې د یوې لېسې زده کوونکې کیمیا مستوفي وویل: «سره له دې چې په جلا جلا سیمو کې ژوند کوو، خو فرهنګي مشترکات زیات لرو. زما کورنۍ د ایران څخه ده او دوی د افغانستان دي. موږ په یوې ژبې خبرې کوو او یو ډول دودونه نمانځوو.»

د امریکا دغه شاکردان له افغان زده کوونکو سره هنري او شعري پروژې هم شریکوي. امریکا کې زده کوونکو د دغې پروژې ځینې برخې وپلورلې او شاوخوا ۱۰۰۰۰ ډالر یې ټول کړل چې افغانستان کې زده کوونکو ته لیپ ټاپ کمپیوټرونه واخلي. دوی وايي چې ټولګي یې په زیاتېدو او پراخېدو دي.

فورم \ دبحث خونه