شاته

پاکستان د افغان مهاجرینو د شړلو دپاره مرکزونه پرانیزي

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل د هغو مهاجرینو د اخراج دپاره "د ساتلو مرکزونه" پرانیزي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

اسلام اباد سلګونو زره مهاجرینو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي او که نه په زور به وشړل شي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا اقدام د کډوالو ځورونه بللې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي په یوه خبري غونډه کې وویل: "دا مرکزونه ددې دپاره پرانیستل کیږي چې غیر قانوني کډوال پکې وساتل شي."

بګټي په دې اړه نور جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه: "هغوی ته به طبي اسانتیاوې او خواړه ورکول کیږي. د ماشومانو، ښځو او لویانو سره به په درناوي چلند وشي. خو په عین حال کې، د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به موږ د غیرقانوني مهاجرینو سره جوړجاړی ونه کړو."

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند فیروز جمال وویل، تر ټاکلې نیټې پورې به په دغه ایالت کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، درې دا ډول مرکزونه پرانیستل شي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې پاکستان د وسله والو بریدونو له زیاتیدو سره لاس او ګریوان دی چې حکومت یې پړه پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي. کابل تل دا تور رد کړی دی.

په پاکستان کې اقتصادي ستونزو پر حکومت فشار زیات کړی او له امله یې د افغانانو ضد احساسات هم مخ په ډیریدو دي.

پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل راهیسې په میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې د میلیونونوکډوالو له جملې څخه یوازې ۱.۳ میلیونه یې راجستر شوي دي او ۸۸۰ زره نور په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد لري.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانان په غیر قانوني توګه مېشت دي.

اټکل کیږي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، په سلګونو زره افغانان پاکستان ته کډه شوي دي چې ډیری یې په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستلو هڅه کوي.

د پاکستان پولیسو او نور مقاماتو ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې د هغو کډوالو نیول پیل کړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. پاکستاني مقاماتو د خپل دغه اقدام لامل په جرمونو کې زیاتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د کډوالۍ کمزوري مقرراتو د دغه هېواد پر اقتصادي سرچینو بده اغېزه کړې ده.

خو په پاکستان کې میشت افغانان وايي پولیس د کډوالۍ قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نیسي او د پیسو په بدل کې یې خوشې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبرداری هم ورکړی چې د جعلي اسنادو لرونکو افغانانو ته به "سزا" ورکوي او له هغو پاکستانیانو سره به "سخت چلند" کیږي چې بې اسنادو افغانانو ته پناه ورکوي.

د ژمي په رارسېدو سره، افغانستان هم له اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی ځکه چې له نړیوال بانکي سیستم سره یې اړیکې پرې دي او له کلونو راهیسې پر بهرنیو مرستو تکیه لري.

فورم \ دبحث خونه