شاته

'د قلم لار' ټولنې مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا د طالبانو له بنده خوشې شو

"د قلم لار" ټولنې مشر او د نجونو د تعلیم د حق مدافع مطیع الله ویسا د طالبانو له بنده خوشې شو.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا، نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۶ (لړم۴مه) په ایکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې ورور یې له ۲۱۵ ورځو بند وروسته خوشې شو.

نوموړي‌ همداراز د فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي،‌ چې ورور یې "خوشې شوی" او "خپل کور ته په لاره دی، خو د هغه د فزیکي حالت په اړه لا تر اوسه معلومات نه لري."

د "قلم لار" ټولنې هم په خپل ایکس پاڼه کې د دې ټولنې د بنسټ ایښودونکي عطاالله ویسا خوشې کېدل تائید کړي دي.

تراوسه د ۳۰ کلن مطیع الله ویسا د خوشي کېدو جزیات نه دي په ډاګه شوي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو هم د نوموړي د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پر خپل ایکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د ښاغلي ویسا د خوشې کیدو هرکلی کړی دی.

هغه لیکلي: "زه د مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کوم او همدارنګه د بشري حقونو د ټولو هغو افغان مدافعینو، چې د خپلو حقونو او د نورو د بشري حقونو د دفاع په خاطر په خپلسري ډول نیول شوي، ژر تر ژره له قید او شرط پرته د خوشي کېدو غوښتنه کوم."

نوموړي په خپل پیغام کې د ښځو د حقونو فعالانو جولیا پارسي او نداپرواني او د پوهنتون استاد رسول پارسي یادونه هم کړه ده.

مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشحال خان مینې په سیمه کې د "ویس قرني" له جومات څخه خپل کور ته د راستنیدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته د قلم لارې ټولنې د مشر نیول کېدل تائید کړل. نوموړي د امریکاغږ حایل خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو: "د ویسا په نوم شخص خپلسرې کړنې لرلې، د نظام له خبرولو پرته یې پټې او ښکاره ناستې پیل کړې وې. له بهر سره یې اړیکې درلودې او له بهر څخه یې اوامر اخیستل."

د طالبانو د حکومت ویاند همداشان تور لګولې وو،‌ چې ویسا د "نظام پر ضد کار کاوه او باید د پلټنو لپاره احضار شوی وای.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو له حکومت څخه د راه قلم ټولنې د مشر د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

مطیع الله ویسا او ورور یې عطاالله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د"قلم لار" ټولنه جوړه کړه او د دغې ټولنې د فعالیت ډېره برخه د پوهنې پر سکتور متمرکزه ده.

له افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي وروسته، ویسا دویم کس دی چې له اوږدې مودې وروسته د طالبانو له بنده خوشې کېږي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶) وویل، چې طالبانو افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرېښی دی.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو قضايي محکمې د نوموړي د خوشي کولو حکم صادر کړی دی. د دغه سازمان په وینا، بهبودي د طالبانو له خوا په ۲۸۴ ورځو بند محکوم شوی و.

ښاغلی بهبودي د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه) فرانسې ته له ستنېدو درې ورځې وروسته د بې پولې خبریالانو په دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې له رسنیو سره خبرې وکړې.

نوموړي د رسنيو ، ټولنو او د بنسټونو په ګډون له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې د طالبانو له زندانه يې د هغه خلاصون غوښتنه کړې وه.

نوموړي وویل:"له شلو ورځو سختو پوښتنو ګروېږنو وروسته، هغه کس چې زما څخه یې تحقیق او پوښتنې کولې، راته وویل چې موږ له تا سره هیڅ هم نه کوو...موږ نشو کولای تا ووژنو، ځکه چې ته هرچیري او په ټولو رسنیو کې یې."

دغه خبریاله د جنورۍ په اوومه په کابل کې هغه مهال ونیول شو، چې د ښځو د مظاهرو د خبري پوښښ لپاره تللې و.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په کابل کې د طالبانو جنايي محکمې، پر مرتضی بهبودي د "جاسوسي او د بهرنيانو د غير قانوني ملاتړ" لګیدلي تورونه بیرته واخیستل.

فورم \ دبحث خونه