شاته

د بشري مرستو لومړۍ جوپه غزې ته ورسیده

په بشري مرستو بار د مصر د سرې میاشتې د ۲۰ لاریو یو کاروان، د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹مه) د رفح له لارې چې د مصر تر کنټرول لاندې ده، د غزې محاصره شوې تړانګې ته داخلې شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، نن د مصر په پلازمینه قاهره کې د سولې په غونډه کې وویل، چې په بشري مرستو بار دغه لارۍ باید ژر تر ژره له مصر څخه غزې ته ولیږدول شي.

ګوتریش د مصري مقاماتو څخه هم مننه وکړه چې د دغو مرستو د لېږد لپاره یې د اسانتیاوو په برابرولو کې خپله ونډه ترسره کړه.

خو نوموړي وویل: "د غزې خلک لویو ژمنو او د مرستو رسولو ته اړتیا لري. له همدې امله موږ په دوامداره توګه هڅه کوو، ترڅو ټولې ښکېلې خواوې ددې کار جوګه شي."

په بشردوستانه مرستو بار لسګونه لارۍ له څو ورځو راهیسې د رفح په بندر کې د پولې پرانیستلو ته تم وې، ترڅو د غزې تړانګې له دوو میلیونو څخه زیاتو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي:" نن سهار د بشري مرستو یو کاروان د رفح له پولې څخه غزې ته د مخ پر زیاتیدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره ورسیدې. موږ ددغه بشري مرستو د خوندي لیږد له امله د مصر، اسرائیل او ملګرو ملتونو له هڅو څخه مننه کوو."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې د مصر د سرې میاشتې او ملګرو ملتونو له خوا برابرې شوې دي.

هغه وويل، چې د دغو بشري مرستو د ليږدولو طرحه تصويب شوې ده او د ملګروملتونو په مرسته به فلسطيني سرې مياشتې ته وسپارل شي.

دا د اکټوبر په اوومه، پر غزې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په بشري مرستو بار لومړی مرستندویه کاروان دی چې غزې ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې ده.

د حماس له بریدونو وروسته، اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، ددغو بریدونو له امله د ۱۷۵۶ ماشومانو په ګډون، نږدې ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي چارواکو همداشان ویلي، چې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲۰۰ کسان ټپیان شوي او دغه ډلې د بهرنیو اتباعو په ګډون تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې چهارشنبې په ورځ تل ابیب ته د خپل سفر په ترڅ کې غزې ته د محدودو مرستو په ورکولو موافقه وکړه، خو د هغې عملي کول ځکه وځنډیدل، چې ملګرو ملتونو له مصر، اسرائیل او امریکا سره ددغو مرستو د وضعیت د روښانه کولو او پرې د لګیدلو محدودیتونو د لیرې کولو په موخه همكاري کوله.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په دغه کاروان کې درې لارۍ چې پکې نږدې ۶۰ ټنه خوراکي توکي بار دي، د ملګرو ملتونو په دغه ادارې پورې اړه لري. دغه ادارې همداراز ویلي، چې نږدې ۹۳۰ ټنه بیړني خوراکي توکي یې د رفح بندر ته نږدې زیرمه کړي، ترڅو ژر تر ژره غزې ته ولیږدول شي.

په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، چې په درملو او نورو طبي‌ وسایلو بار څلور لارۍ یې د غزې په لور روانې دي.

فورم \ دبحث خونه