شاته

ټرمپ نړیوالو سازمانونو ته د امریکا مرستې کموي

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو اجرایي فرمان لاس لیک کړي چې له مخې به یې د ملگو ملتونو په گډون نړیوالو سازمانونو ته د امریکا مرستې په سلو کې ۴٠ کمې شي.

ددې فرمان مسوده یوه میاشت وروسته له هغې بشپړیږي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په یو پریکړه لیک کې په فلسطیني ځمکو کې د اسرائیل له خوا د ښارگوټو جوړول د حقوقي اړخه بې اعتباره وگڼل او دې سازمان د اسرائیل له لورې ددغو ښارگوټو د جوړولو د بندیدو غوښتنه وکړه.

د امنیت د شورا ددې اقدام وروسته دونالد ټرمپ چې هغه وخت د امریکا منتخب جمهور رئیس و، د ملگرو ملتونو د سازمان گټورتیا تر پوښتنې لاندې راوړه او ویې ویل چې د ملگرو ملتونو سازمان د خلکو د "غونډو، کیسه کولو او ساعتیرۍ" په مکان بدل شوی دی.

هغه وخت ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړی و چې د جنورۍ د میاشتې له ٢٠ وروسته به په ملگرو ملتونو کې جریان بدل ډول شي.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه اجرایي فرمان چې "نړیوالو سازمانونو ته د امریکا د متحده ایالاتو د بودجې کمول او څیړنه" نومیږي په پام کې لري چې د نړیوالو سازمانونو سره د امریکا مرستې په سلو کې ۴٠ راکمې کړي.

په دې اجرایي فرمان کې نړیوالو سازمانونو ته د امریکا د مرستو د کمولو معیارونه هم په پام کې نیول شوي دي.

دا فرمان د یوې کمیټې د جوړولو وړاندیز کوي چې د امریکا مالي منابع په کومو ساحو کې راکمې شي. په دې فرمان کې په مشخصه توگه وړاندیز شوی دی چې د ملگرو ملتونو سوله ساتونکو ته د امریکا د متحده ایالاتو په مرستو دې بیا غور وشي. په اوس کې ددې مرستو زیاته برخه د امریکا له خوا ورکول کیږي.

هغه سازمانونه چې د فلسطین آزادي بخښونکی سازمان یې غړی وي، هغه نړیوال سازمان چې د جنین د سقط کولو ملاتړی وي، هغه سازمانونه چې پر شمالي کوریا او ایران باندې د بندیزونو نه یې سرغړونه کړې وي، هغه سازمانونه چې د ترهگرۍ د حامي دولتونو له خوا کنترولیږي او یا پرې اثر لري او هغه سازمانونه چې د بشري حقونو نه یې سرغړونې کړي ددې فرمان په معیارونو کې شامل دي.

ددې معیارونو له مخې حتی د روغتیا نړیوال سازمان به هم متاثر شي، ځکه د هغو پروگرامونو ملاتړ کوي چې د جنین سقط په کې شامل دی.

د روغیتا د نړیوال سازمان ویاند طارق جساروویچ، د امریکا غږ ته وویل چې دا سازمان د جمهور رئیس ټرمپ د احتمالي اقدام په هکله اندیښمن دی.

ښاغلي جساروویچ وویل "ددې پالیسۍ د تاثیراتو په اړه اټکل او گمان نه شي کیدای. خو په دې غیر حکومتي سازمان باندې د هغې د ممکنو اثرونو په هکله اندیښمن یو. دا سازمان په ټوله نړۍ کې د کورنیو لپاره خدماتي پروگرامونه طرحه کوي."

د جساروویچ، په وینا هغه ښځې چې پرته له خوښې امیدواره کیږي مجبوریږي چې په ناامنه توگه سقط وکړي او که ورته د جنین د سقط امن پروسیجرونه برابر نشي په ځنې مواردو کې امیدواره میرمنې د جسمې ناتوانۍ او حتی مړینې سره مخامخ کیږي.

ددې اجراي فرمان د مسودې په بنسټ، د ملگرو ملتونو د یونسکو روزنیزه، علمي او فرهنگي اداره هم متاثره کیږي.

د یونسکو ویاندې لتیشا کاسي، د امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالات د ٢٠١١ کال راهیسې له یونسکو سره خپلې مرستې ځنډولي دي – یعنی هغه وخت چې دې ادارې فلسطین ته بشپړ غړیتوب ورکړ.

په څه کم دوو اونیو کې جمهور رئیس په مجموعي توگه ١٥ اجرایي فرمانونه لاس لیک کړي دي چې یو یې امریکا ته د اوو هیوادونو د اوسیدونکو په راتگ باندې بندیز دی چې د نفوس اکثریت یې مسلمانان دي.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي ویاندې شیلا پیروسا، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات د ملگرو ملتونو ستر تمویلونکې هیواد دی. د میرمن پیروسا، په وینا په اوس کې د ملگرو ملتونو د نورو ادارو د تمویلولو تر څنگ د امریکا متحده ایالات د ملگرو ملتونو د سکرتریت د عادي بودجې ٢٢ فیصده او ددې سازمان د سوله ساتونکو د بودجې ۲۸،۵ فیصده برابروي.

پر ملگرو ملتونو باندې د امریکا د مالي مرستو د کموالي تاثیر

په لندن کې میشت د نړیوالو مسایلو څیړونکی علي نوري زاده، وایي هر کله چې داسې یو فرمان لاس لیک او عملي شي ملگري ملتونه به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د هغه په وینا هغه څه چې د منځني ختیځ او اروپایي هیوادونو پیښ شوي ملگري ملتونه یې د بودجې د جدي کسر سره مخامخ کړی، په داسې توگه چې ملگري ملتونه حتی نه شي کولای چې اړو خلکو ته یو وخت خواړه برابر کړي.

ښاغلی نوري زاده وایي کله چې د ښاغلي ټرمپ تصمیمونه عملي شي کیدای شي د نړۍ نظم گډوډ شي "چې کیدای شي ملگري ملتونه به یې یوه لویه قرباني اوسي".