شاته

رینا امیري: طالبان د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته د نړیوالې ټولنې غړیتوب نشي ترلاسه کولی

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې طالبان دې دا تمه نه کوي، چې د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته به دا ډله د نړیوالې ټولې برخه شي.

میرمن امیري د جمعې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۹ ( تلې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډو کې یې د مختلفو هیوادونو استازو سره د کتنو وروسته هڅول شوې، چې دا ویني د افغانستان ناسم وضعیت او په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته پاملرنه په لوړه کچه په نړیواله اجنده کې ځای لري.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډو کې د وزیرانو او په لوړه کچه غونډو کې د افغان میرمنو وضعیت ته پاملرنه موجوده وه.

میرمن امیري لیکلي: "پیغام ډیر څرګند دی: طالبان دې دا تمه نه کوي، چې د افغانانو حقونو ته د درناوي پرته او د نیمايي نفوس له پامه غورځولو سره به د نړیوالې ټولنې برخه شي."

میرمن امیري ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډو کې یې د یو شمیر هیوادونو د لوړپوړو چارواکو سره د کتنې ترڅنګ د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د میرمنې سره او د نړیوالې پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د برتانیا د پخواني صدراعظم ګوردن براون او هم ځینو نورو نړیوالو مشرانو سره یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وضعیت خبرې کړي دي.

میرمن امیري د ښاغلي براون سره د کتنې وروسته ویلي، چې افغانستان به د لوږې او بې ثباتۍ څخه را ونه ووځۍ، تر هغې چې ددغه هیواد نیمايي نفوس د مهارتونو، عاید او فرصتونو څخه محروم شوی وي.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي، چې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو د چارواکو سره په کتنو کې دا موافقه موجوده وه، چې په نړیواله کچه افغانستان سره پیوستون وساتل شي او د افغان میرمنو او نجونو څخه باید ددغه هیواد په دننه او بهر کې د دپلوماتیکو او کلکو هڅو په ترڅ کې ملاتړ دوام ومومي.

میرمن امیري ویلي: "مونږ باید طالبانو ته په ګډه دا واضح کړو، چې ددې سره سره چې مونږ د ناسم وضعیت د ښه کیدو په هڅو بوخت یو، تر هغې چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ونشي (طالبانو سره) عادي کیدو په برخه کې به هیڅ پرمختګ رامنځ ته نشي".

همداشان د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په لیکلو پیغامونو کې ویلي، چې د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې غړي باید په معنی دار ډول د افغانستان په اړه په ځانګړي ډول د طالبانو سره د بوختیاو په هکله په بحثونو کې ګډون ولري.

هغې ویلې، چې نړیواله ټولنه هم باید په دې برخه کې په ښه ډول خپل رول ادا کړي.

میرمن امیري ویلي، چې د طالبانو د سختو او ځپوونکو اقداماتو پر وړاندې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو څخه د ملاتړ په اړه د نړیوالې ټولنې بیانونه هغوی ته باید منابعو ته د لاس رسي، د زده کړو سکالرشپونو، کار او نورو چارو کې د کلک ملاتړ د برابرولو سره مل اوسي.

د ملګرو ملتونو ۷۸ عمومي غونډه سپټمبر پنځمه ( وږي ۱۴) پرانیستل شوې وه.

ددې غونډې په اجندا کې په نورو مسلو د بحث ترڅنګ د افغانستان وضعیت په اړه بحث ته هم ځای وکړ شوی و. ددې غونډې په څنډه کې سپټمبر۲۲ (وږي ۳۱) د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه هم جوړه شوې وه.

د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ سربیره، د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمیر افغان او امریکايي ملاتړو هم ګډون کړی و.

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه