شاته

د مسکو فارمټ غونډه له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت او تروریزم سره د مبارزې په غوښتنه پای ته ورسیده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونو په تامین او د تروریزم سره د مبارزي په پیاوړي کیدو ټینګار شوی دی.

د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو ‎په لړ کې د جمعې په ورځ سپټمبر۲۹ (تلې اووم) د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې پنځمه غونډه د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د طالبانو د حکومت د یوپلاوي په ګډون جوړه شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې استازو هم په دې غونډه کې د افتخاري میلمنو په توګه برخه لرله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ددې غونډې په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د واقعي ټولشموله حکومت د جوړیدو په برخه کې، چې په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو او سیاسي ډلو ګټې په کې منعکس شي تراوسه هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

ددغې اعلامیې له مخې د طالبانو په حکومت کې په افغانستان کې د میشتو قومونو د منفردو استازو د انتصابولو سره سره د مسکو فارمټ ګډونوالو په کې هیڅ ډول سیاسي پلورالیزم یا سیاسي کثرت ګرایي ونه لیدله.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ګډون کوونکو یوځل بیا د افغانستان د اوسنیو واکمنانو څخه وغوښتل، چې د سیاسي او قومي ډلو د استازو سره د سولې بهیر د بشبړیدو او د یو متوازن، پراخه، هراړخیز، ځواب ویوونکي او مسوولانه حکومت د رامنځ ته کیدو په سر د موافقې لپاره علمي او پایلې لرونکی خبرې وکړي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ددغې ګډې اعلامیې د خپریدو دمخه د مسکو فارمټ غونډې ته وویل، چې علمي او عملي تجربو ښودلې ده چې د افغانستان د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې د دغه هیواد جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.

ښاغلي متقي وویل، چې لکه څنګه چې طالبان نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوي، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت) سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.

تروریزم سره مبارزه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې د مسکو فارمټ د غونډې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د غونډې ګډون کوونکو په افغانستان کې د سخت امنیتي وضعیت او د داعش د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د فعالیتونو په پراخیدو ډیره اندیښنه وښودله.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډون کوونکو د افغانستان د اوسنیو چارواکو له خوا د داعش په وړاندې جدي مبارزهه وستیله او د نورو تروریستي ډلو په خلاف یې هم د همدغسې مبارزې غوښتنه وکړه.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "[ګډونکوونکو] د افغانستان د اوسنیو چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د میشتو تروریستي ډ‌لو له منځه وړلو او په دغه هیواد کې د دغو ډلو د بیا میشته کیدو د مخنیوي او افغانستان د تروریستي ډلو په امن ځای باندې د نه بدلیدو او د سیمې هیوادونو ته ددغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې اغیزمن ګامونه پورته کړي".

خو ښاغلي متقي ددغه غونډې برخه والو ته د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د طالبانو حکومت د سیمې د ناارامه کولو یوه لویه دسیسه شنډه کړې ده.

ښاغلي مقتي وویل: "په تېرو دوو کلونو کې موږ د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنیادونو رغولو سره هممهاله د اشغالګرو په سیوري کي د روزل شویو فتنه‌ګرو ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړه او وتوانیدلو چي په ټول هیواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسو او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پرخلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړو".

د مسکو فارمټ د غونډې ګډونوالو همداشان د طالبانو د حکومت څخه وغوښتل، چې د سیمې د هیوادونو سره د تروریستي ګواښونو او د افغانستان له خاورې د نشه يي ټوکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

د ښځو حقونه

د مسکوفارمټ د غونډې ګډونوالو په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د خلکو حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی د هغې له ډلې د کار برابرحقونه،زده کړې، عدالت، پرته له د "جنسیتي توپیر، قومیت او مذهب" ټینګار کړی دی.

د غونډې ګډون کوونکو پر ښځو او نجونو باندې د کار او زده کړو په برخو کې لګیدلي محدودیتونو باندې اندیښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت له چارواکو یې غوښتي، چې په افغاسنتان کې په ښوونځیو کې دې د نړیوالو معیارونو پراساس عصري زده کړو ته وده ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلې ددغه هیواد کورنۍ مسلې ګڼلي دي.

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. ششاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.

د افغانستان لپاره د مسکو فارمټغونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې تقریبآ هر کال جوړېږي. د ۲۰۲۲ په نومبر کې دا غونډه د طالبانو د استازو له ګډون پرته جوړه شوې وه، خو د ۲۰۲۱ کال غونډې ته د طالبانو استازي بلل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه