شاته

میدویدیف: روسیه ښایي د اوکراین نورې سیمې هم په خپلې خاورې پورې وتړي

د روسیې پخواني ولسمشر او ددې هیواد د ملي امنیت شورا برحاله مرستیال، دیمیتري میدویدیف د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) څرګنده کړه چې مسکو ښایي د اوکراین نورې سیمې هم د روسیې د خاورې سره ضمیمه کړي.

میدویدیف دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې کرملین یو کال دمخه د اوکراین د څلورو سیمو د مالکیت ادعا کړې وه.

مسکو په روانه میاشت کې د اوکراین په څلورو سیمو کې چې په جګړه کې یې نیولي، په داسې حال کې ټاکنې ترسره کړې، چې ددې سیمو څخه په هیڅ یوه سیمې باندې هم بشپړ کنټرول نه لري او اوکراین دا مهال ددې سیمو د بیرته نیولو لپاره جګړه کوي.

میدویدیف چې اوس د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، وویل:"ځانګړي پوځي عملیات به په کیف کې د نازي رژیم تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي. "

هغه زیاته کړه: "بريا به زموږ وي. او په روسيه کې به نورې نوې سيمې هم رامنځته شي."

روسیه د "نویو سیمو" اصطلاح د اوکراین د دونیتسک، لوهانسک، ژاپوریژیا او خرسون سیمو ته کاروي چې مسکو یې د سپتمبر په میاشت کې د خپلې خاورې سره د الحاق کولو ادعا کړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دمخه د الحاق د کلیزې په نمانځغونډه کې ملت ته وینا وکړې وه او دا کار یې د "پلرني ټاټوبي" سره د یوځای کیدو لپاره پدې سیمو کې د میشتو خلکو تاریخي انتخاب وباله.

میدویدیف، چې یو وخت یو لیبرال اصلاح غوښتونکی ګڼل کیده، خو د اوکراین د جګړې راهیسې د برید په ملاتړ د مسکو یو له تر ټولو توندو غږونو څخه دی او اکثر وخت په ټولنیزو رسنیو کې په توهینونکو پوسټونو کې لویدیځ غندي.

فورم \ دبحث خونه