شاته

له قره باغ څخه د ۱۰۰ زرو ارمنیانو په تیښته دا سیمه له اوسیدونکو تشه شوی

د ارمنستان حکومت د شنبې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې اتمه) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د ناګورنو قره باغ له سیمې څخه د کډوالو د راتګ کچه کمه شوې ده، ځکه د دغه هېواد د چارواکو په وینا د دغې غرنۍ سیمې نږدې ټول نفوس وروسته له هغې خپل کورونه پرېښودل، چې اذربایجان بیرته ددې سیمې کنټرول ترلاسه کړ.

فرانس پرس آژانس د کورنیډزور له پولې څخه خبر ورکړی، چې په دې سرحدي سیمه کې ګڼ امبولانسونه ولاړ دي او وروستنیو مسافر وړونکو بسونو ته انتظار باسي.

اذربایجان تېره سه شنبه د چټکو عملیاتو په ترڅ کې له ارمنیانو څخه د قره باغ د غرنۍ سیمې کنټرول ترلاسه کړ. تر دې یوه ورځ وروسته ارمني بېلتون غوښتونکو د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب اوربند ته غاړه کېښوده او خپلې وسلې یې پر ځمکه کېښودې.

په قره باغ کې د اذربایجان چټکه بریا به د دې جنجالي سیمې د پیړیو پخوانی توکمیز جوړښت بیا له سره ولیکي.

د ارمنستان حکومت د شنبې په ورځ وویل، چې د قره باغ د غرنۍ سیمې د ۱۲۰ زره ارمنیانو له جملې څخه تر ۱۰۰زرو زیاتو یې په سیمه کې د اذربایجاني ځواکونو د کنټرول وروسته خپل کورونه پریښې دي.

د بېلتون غوښتونکو یو پخوانی چارواکی ارتاک بیګلاریان وايي، د غیر رسمي معلوماتو له مخې د ناګورنو قره باغ سیمې د خلکو "وروستۍ ډله" د شنبې په ورځ ارمنستان ته روانه وه.

بیګلاریان په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې په قره باغ سیمه کې یوازې څو سوه کسان پاتې دي، چې اکثر یې د بیړنیو خدماتو کارکونکي او رضاکاران دي.

هغه د اذربایجان پر حکومت تور ولګاوه چې د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د توکمیزې تصفیې کمپاین پرمخ بیایي؛ هغه سیمه چې په تیرو وختونو کې د نفوس اکثریت ارمنیان وو. خو باکو دا تور ردوي او ادعا کوي چې د سیمې له ارمنیانو څخه غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاته شي او د اذربایجان په ټولنه کې مدغم شي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې په سیمه کې د بشري اړتیاوو د ارزونې لپاره به ناګورنو قره باغ ته یو ماموریت واستوي. په تیرو ۳۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دغه سازمان دې سیمې ته لاسرسی مومي.

ارمنیان په عمومي توګه مسیحیان او اذربایجانیان په عمده توګه مسلمان دي چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول لپاره په جګړه بوخت دي او په ۱۹۹۰ لسیزه او ۲۰۲۰ کې یې دوه ځله سره جګړې کړي دي.

د ۲۰۲۰ کال په شپږ اوونیزه جګړه کې د دواړو غاړو د ۶۵۰۰ څخه زیاتو امنیتي ځواکونو د مرګ سبب شوه چې د مسکو په منځګړتوب او په سیمه کې د شاوخوا دوه زره روسي سوله ساتو ځواکونو په ځای پرځای کولو سره پای ته ورسېده.

قره باغ چې نفوس یې له ۱۲۰ زرو څخه زیات ارمنیان دي، په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري او د نړیوالې ټولنې لخوا د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه