شاته

پاکستان کې ټول ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په پای کې ترسره کیږي

په داسې حال کې چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد عمومي ټول ټاکنې باید د پارلمان له منحل کېدو وروسته په دریو میاشتو کې ترسره شوی وای، د پاکستان د ټاکنو ملي کمېسیون د ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د انتخاباتو ملي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۱ (وږي۳۰مه) وویل، چې د دغه هېواد عمومي ټول ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په پای کې ترسره شي.

تېر کال او په ځانګړي توګه په پارلمان کې ددغه هېواد پخواني صدراعظم عمران خان ته د نه باور د رایې ورکولو وروسته، پاکستان له ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ شوی دی.

د روان کال د اګست په نهمه نېټه، د پاکستان د پارلمان له منحل کېدو وروسته د دغه هېواد چارې د سرپرست حکومت لخوا پرمخ وړل کیږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان له منحل کېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې عمومي ټول ټاکنې ترسره شوی وای، خو بلخوا د پاکستان د ټاکنو ملی کمیسیون ویلي چې د نفوسو دوروستي سرشمېرنې وروسته د نویو ټاکنیزو حوزو د رامنځته کېدو له کبله نور وخت ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د پاکستان پخوانی صدراعظم شهباز شریف، چې د اګست په نهمه یې واک د دغه هېواد موقت حکومت ته سپارلی، لندن ته تللی او له خپل ورور نواز شریف سره یې سلا مشورې کوي. نواز شریف چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په لندن کې په جلاوطنۍ کې دی، ټاکل شوې راتلونکې میاشت پاکستان ته ستون شي.

بلخوا د پاکستان یو شمیر سیاسي کارپوهانو او متشبثینو په پاکستان کې د ټول ټاکنو د نیټې د اعلان هرکلی کړی دی.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه، حسن عسکري رضوي د فرانسپرس خبري‌ اژانس ته وویل: "په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي فضا ثبات نلري او هیڅوک نه شي ویلای چې درې میاشتې وروسته به څه کیږي، د ټاکنو د نیټې اعلان یو مثبته او مهمه خبره ده."

د پاکستان د سوداګرۍ د ټولنې یو چارواکي احمد جاوید خوشبیني څرګنده کړه او وویل:" دا د پاکستان د سوداګرو ټولنې غوښتنه وه چې د ټاکنو نېټه دې اعلان شي، ترڅو د بې ثباتۍ په له منځه وړلو کې چې موږ د هغه په وینا د (موریانې) په څېر خوري، بریالی شو. د پاکستان اقتصاد بشپړ سیاسي ثبات ته اړتیا لري."

د ۲۰۲۲م کال داپرېل په میاشت کې د صدراعظمۍ له څوکۍ د عمران خان لیري کول په ټول پاکستان کې د لوی سیاسي کړکېچ او د هغه د پلویانو د پراخو لاریونونو لامل شول. د پاکستان حکومت دغه لاریونونه او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشران سخت وځپل.

په داسې حال کې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه ډېر غړي یا په بند کې دي، یا پټ دي او یا یې له ګوند څخه وتلي دي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ګوند به د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې څه دریځ ولري.

٢٥ کلن پاکستانى رايه ورکوونکى اعجاز احمد وايي، دا مهمه ده چې ټولو سياسي ګوندونو ته په ټاکنو کې د سيالۍ اجازه ورکړل شي. هغه وويل: "دا مهمه ده چې ټول سياسي مشران خوشې شي او ټولو ته په ټاکنو کې د ګډون موکه ورکړل شي. خلک بايد پرېکړه وکړي چې کوم ګوند په واک کې وي."

د اقتصادي او سیاسي کړکیچ سربیره، پاکستان اوسمهال د مخ په زیاتیدونکي امنیتي ستونزو او د سختو دریځو بریدونو سره په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، لاس او ګریوان دی.

دغه راز په پاکستان کې هم ټاکنیز کمپاینونه تل د سیالو ګوندونو د پلویانو تر منځ له نښتو سره مخ شوي دي.

د پاکستان د ټول ټاکنو ملي کمیسیون وايي، د ټاکنو د حوزو وروستی لېست به د نومبر په ۳۰مه نېټه اعلان شي او له هغې وروسته به نوماندان د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ۵۴ ورځې وخت لري.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان اوسمهال د صدراعظم انورالحق کاکړ په مشرۍد موقت حکومت له خوا اداره کېږي، چې د روان کال په اګست مياشت کې د دغه هېواد د پارلمان له منحل کېدو وروسته رامنځته شو.

فورم \ دبحث خونه