شاته

بریتانیا کې پنځه بلغاریایان روسیې ته په جاسوسۍ تورن شوي

بریتانوي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې پنځه بلغاریایي اتباع چې په بریتانیا کې اوسیږي، روسیې ته په جاسوسۍ تورن دي.

د مقاماتو په وینا دغو پنځو کسانو چې دوه یې ښځې دي، د ۲۰۲۰ کال د اګست او ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر منځ روسیې ته جاسوسي کوله.

د برتانیا څارنوالۍ ویلي چې دغو کسانو "معلومات راټولول تر څو د دښمن ترې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ګټه واخلي."

تورن کسان چې ۴۵ کلن اورلین روزیف، ۴۱ کلن بیزر ژامبازوف، ۳۱ کلنه کترین ایوانوا، ۳۱ کلن ایوان سټویانوف او ۲۹ کلنه وانیا ګبیرووا نومېږي، په لندن او نورفولک کې اوسېدل.

ټاکل شوې چې ټول دغه پنځه تورن کسان د سپټمبر په ۲۶ مه په ویسټمنسټر کې محکمې ته حاضر شي.

د بریتانیا په څارنوالۍ کې د جرمونو او تروریزم سره د مبارزې د څانګې رئیس نک پرایس وویل: "د ټولو پنځو کسانو په وړاندې جنایي اجراات فعال دي او هر یو د عادلانه محاکمې حق لري."

روزیف، زامبازوف او ایوانوا د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پیژندنې د اسنادو په جعل کولو هم تورن شوي وو.

فورم \ دبحث خونه