شاته

د اسیا پرمختايي بانک افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړه

د اسیا پرمختايي بانک (ADB) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ملاتړ او بدیل معیشت د چمتو کولو او افغانستان کې د بشري بحران د اغیزو کمولو لپاره یې دغه هیواد سره د ۴۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

د فیلیپین په پایتخت مانیلا کې ددغه بانک له خوا د چهارشنبې په ورځ سپټمبر۲۰ ( وږي ۲۹) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانانو سره ددغه بانک د پیسو دغه ملاتړ به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د خوړو د مصونیت د اړتیاو او افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو په چارو په مصرف ورسیږي او د ملګروملتونو ادارې، چې د بودیجې د کمښت سره مخ دي د هغوی د پروګرامونو پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

د اسیا پرمختیايي بانک ویلي: "افغانستان د اقلیم د بدلون، سختې وچکالۍ، سیلابونو او زلزلو څخه د زیږیدلي یو بي ساري بشري ناورین سره مخ دی. د اټکل له مخې ددغه هیواد د نفوس ۸۰ فیصده یې د لوږې د کرښې لاندې ژوند کوي. ښځې او ماشومان په یو ډیر غیر نامتناسب ډول اغیزمن شوي او ډیرې کورنۍ چې د ښځو له خوا اداره کیږي د خوړو د کمښت څخه، چې له کور څخه بهر پر ښځو په تګ راتګ باندې د لګیدلو محدودیتونو له امله خدمتونو ته د هغوی لاس رسی کم شوی دی کړیږي".

د اسیا پرمختیايي بانک د اعلامیې له مخې ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالر به افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۱.۳۲ میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ورکړل شي.

همداشان ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) ته او ۲۰۰ میلیونه نور ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (UNICEF) ته په لسو ولایتونو کې ۷.۵ میلیونو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره ورکړل شي.

اسیايي پرمختیايي بانک ویلي، چې نړیوال بانک په ۲۴ نورو ولایتونو کې د ورته روغتیايي خدمتونو د چمتوکولو لپاره ملګرو ملتونو ته پیسې برابروي.

دغه بانک ویلي: "دا پروژه به د طالبانو د حاکمو چارواکو د حکومت د سیستم بهر د اسیا د پرمختیايي بانک د کړنلارې پر اساس پلي شي".

دا بانک وايي یوه درییمه ډله به ددې پروژې د پلي کیدو د بهیر څارنه وکړي.

د اسیا پرمختیايي بانک د ملګرو ملتونو د ادارو سره د مرستې دا اعلان په داسې حال کې کړی، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله بله میاشت له دغه هیواد څخه د وتلو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې میرمن سینډي مک کین د سپتمبر۱۷ (وږي ۲۶) د امریکا د "اې بي سي" تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه نلري.

میرمن مک کین وویل: " افغانستان لپاره د یو څه بودیجې د ترلاسه کولو پرته مونږباید چې د اکتوبر په میاشت کې په بشپړ ډول له دغه هیواد څخه ووځو".

میرمن سینډي مک کین وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره یو میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

میرمن سینډي مک کین وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تیرو ۶۰ کلنو کې په لومړي ځل د بودیجې د کمبود سره مخ شوی دی، چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان، بنګلذیش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیه او سوریې کې د خوړو د مرستو د ویشلو په خپل پروګرام کې د پام وړ کموالی راوړلو ته اړ شوی دی.

میرمن سینډي مک کین وویل د یوې خوا د کرونا وبا، اقلیم بدلون او جګړو په نړیواله کچه خوړو ته د خلکو د اړتیا د زیاتیدو له امله د "ډبلیو ایف پي" پروګرامونه پراخه شوي او د بلې خوا دغه پروګرام ته د بودیجې د برابرولو په برخه کې په نړیواله کچه لیوالتیا هم کمه شوې ده.

میرمن مک کین وویل: "اساسآ هغوی به ددې حالت څخه وکړیږي، چې د خوړو د ترلاسه کولو توان نلري".

د ډبلیو ایف پي سربیره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" هم ویلي دي، چې افغانانو سره په راروان ژمي کې د مرستو لپاره ۵۷۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو په خپله غوښتنه بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګرو ملتونو ته دا پیسې نه دي برابرې کړي.

د اسیا پرمختیايي بانک سربیره اروپايي ټولنې هم د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹مه) په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرستو خبر ورکړی دی.

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشتې کې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز وضع کړ.

خو اروپايي کمیسیون د وضعیت له شپږ میاشتنۍ ارزونې وروسته ویلي چې ددغو مرستو د ورکړې پرېکړه یې ځکه کړې، چې د دغه کمیسیون په وینا، دا ډاډ او تضمین شته چې دا مرستې به افغان میرمنو او نجونو ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه